1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ د ترمپ فشار احساسوي

۱۳۹۶ خرداد ۵, جمعه

د ترمپ ادارې پاکستان ته په بهرنیو پوځي مرستو کې کمښت راوستی او پر دې فکر کوي چې دغه مرستې د پور که د مرستې په توګه ورکړي. آیا دا د دې ښکارندويي ده چې امریکا نور د ترهګرۍ ضد مبارزې له پاره د پاکستان ملاتړ ته اړتیا نه لري؟

https://p.dw.com/p/2daqB
Pakistan Schusswechsel und Explosionen auf Universitätscampus in Charsadda
انځور: Reuters/F. Aziz

د امریکا د دې مرستو کمښت په دې معنی دي چې د ۲۰۱۸م کال له پاره پاکستان ته ۱۰۰ میلیون ډالر په پام کې نیول شوي. د دې ترڅنګ سپیني ماڼۍ دغه پریکړه د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې چې دا وټاکي چې پاکستان ته دغه اندازه پیسې د پور په توګه او یا هم د مرستې په توګه ورکړل شي. د مرستو اوسنۍ مالي کال د روان ۲۰۱۷م کال په سپتمبر میاشت کې پای ته رسیږي.

تیر کال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې پاکستان ته له کاله ۵۳۴ میلیون ډالره بودیجه ځانګړې شوې وه. په یاده بودیجه کې ۲۲۵ میلیونه ډالره د بهرنیو هیوادونو له پاره د امریکا د پوځي مرستو له پاره ځانګړې شوې وه.

د سپینې ماڼۍ د بودیجې مدیریت د دفتر مشر میک مولوانی، وايي: «پاکستان ته بهرنۍ پوځي مرستي به د تضمیني پور په توګه ورکړل شي.» مولوانی همدا راز زیاتوي چې د ترمپ ادارې له خوا په لومړنۍ وړاندیز شوې بودیجه کې وړاندیز شوی چي ډيرو بهرنیو هیوادونو ته دې د بهرنیو پوځي مرستو بڼه پور ته واړول شي. پاکستان هم یو له دغو هیوادونو څخه دی.

په عین وخت کې سپینه ماڼۍ وايي دا چې دغه پیسې د پور په توګه یا هم مرستو په توګه ورکول کیږي، دا د امریکا په بهرنیو چارو وزارت پوري اړه لري او دوی دا تضمین کوي چې بهرنۍ مرستي په ښه توګه زموږ ملي ګټې خوندي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر مالي مرستو سربیره، اسلام آباد په افغانستان کې د امریکا پوځ د عملیاتو د مصارفو په بدل کې هم مرستې ترلاسه کوي.

ترمپ په سعودي عربستان کي
انځور: Reuters/Saudi Royal Court

د مرستو د کمښت ترڅنګ بیا هم پاکستان په جنوبي آسیا کې افغانستان ته څیرمه د امریکا د بهرنیو مرستو ډیر ترلاسه کوونکي دوهم هیواد دی. خو اوس دا څرګنده ده چې د ترمپ اداره غواړي له اسلام آباد سره په خپلو اړیکو کې بدلون راولي او په دې کار سره به د پاکستان پر وړاندي د امريکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما سیاست ته د پای ټکی کیښودل شي.

د ترهګرۍ ضد مبارزه

د ستونزې اصلي اړخ دا دی چې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د اسلام آباد د مبارزې د هڅو او یا د مبارزې د نه شتون په هکله د واشنګټن نارضایتي مخ پر ډیریدو ده.  امریکايي چارواکي د پاکستان پوځي دستګاه تورنوي چې د افغانستان د نا امنۍ او په دې جنګ ځپلي هیواد کې د خپل اغیز د ډیرولو په موخه د دې هیواد پوځ ترهګرو ډلو لکه طالبانو ته لوجستیکي او پوځي مرستې ورکوي. پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

د امریکا د دفاعي استخباراتي آژانس مشر، ډګر جنرال وینسینت سټیورټ د امریکا د کانګرس د پوځي کمیټي یوې ناستې ته د پاکستان په هکله وویل: «د افغانستان په هکله د پاکستان دریځ او یا غوښتني هغه څه دي چې موږ یې هم غواړو او هغه څه امنیت، خوندیتوب او باثباته افغانستان دی. پر دې سربیره یو څه په دې کې زیات دي هغه دا چې داسې یو افغانستان چې په هغه کې د هندوستان ډیر اغیز نه وي.»

سټیورټ د خپلو خبرو په ترڅ کې یادونه کړې چې دوی یعنې پاکستان په خپل واک کې داسې ترهګري ډلې لري او که چیري افغانستان خپله تکیه پر هندوستان ډیره کړي نو دوی بیا د یو خوندي او باثباته افغانستان د نظریې چې د پاکستان ګټې تر پوښتنې لاندې راولي، خلاف دي.

په تیرو څو کلونو کې د پاکستان او متحدو ایالاتو اړیکې تر ډیرې اندازې پورې خرابې شوي دي او اوس پاکستان په دې هڅه کې دی چې خپل پخواني متحد چین ته ځان نږدې کړي. د پاکستان د پوځ پخوانی غړی او د دفاعي چارو کارپوه، اعجاز اعوان له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د امریکا له خوا د مالي مرستو کمیدل به پاکستان دې ته اړ کړي چې نوي متحدین لکه روسیه پیدا کړي.

اعوان زیاتوي چې «د پاکستان له پاره لارې پرانیستې دي. روسیه غواړي له طالبانو سره مرسته وکړي، څو داعش په خپل ځای کې محدوده وساتل شي.» د هغه په وینا مسکو اوس په دې هڅه کې دی چې په جنوبي آسیا کې د امریکا اغیز کم کړي.

د پاکستان د پوځ د غه پخواني چارواکي همدا راز وویل چې «امریکا متحد ايالات په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخامخ دی او اوس غواړي چې د دې ټولو ناکامیو پړه پر پاکستان واچوي.»

د لومړیتوبونو بدلون

په ورته وخت کې د چارو کارپوهان وړاندوینه کوي چې د امریکا او پاکستان اړیکې به په دې نږدې کلونو کې عادي نه شي. د سعودي عربستان د سفر پر مهال، د ولسمشر ترمپ خبرو دا څرګنده کړه چې په جنوبي آسیا کې د امریکا د ګټو له پاره پاکستان ته تر ډیره د حل پر ځای د ستونزې په توګه کتل کیږي.

ترمپ د خپلو خبرو په ترڅ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره یوازي پاکستان د جګړې لومړۍ کرښه یاد نه کړ، بلکې د دې پر ځای یې په سیمه کې د اسلامپاله ترهګرۍ پرضد د مبارزې په هکله د هندوستان د موقف ستاینه هم وکړه.

د چارو کار پوه خالد جاوید جان له دویچه ویله سره په مرکه کې په دې نظر دی چې امریکا په افغانستان کې نور د پاکستان مرستو ته اړتیا نه لري. په تیرو وختونو کې دوی په افغانستان کې د طالبانو رژیم د نسکورولو له پاره موږ ته اړتیا درلوده، او بیا وروسته دوی له اسلام آباد څخه وغوښتل چې ترهګري ډلې له منځه یوسي. خو پاکستان داسې ونه کړل. هغه وايي چې پاکستان دوه مخې لوبه وکړه. نوموړی زیاتوي چې پاکستان له یوې خوا د امریکا مرستي ترلاسه کولې او له بلې خوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه.

په دې وروستیو کې پاکستان د انزوا پر لور روان دی. د دې هیواد اړیکې له خپلو دریو ګاونډیو لکه افغانستان، هندوستان او ایران سره نه یوازې سمې نه دي، بلکي له دې هیوادونو سره یې پر پوله وسلوالې نښتې هم شوي دي. د ایران او پاکستان ترمنځ هم دښمني مخ پر ډیریدو ده او په دې وروستیو کې تهران د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ځالو د لمنځه وړلو ګواښ هم کړی وو. په عین وخت کې له هندوستان سره پر پوله هم نښتي شوې او د افغانستان په پوله هم څو ځله د دواړو هیوادونو د سرتیرو ترمنځ نښتې شوي چې مرګ ژوبلې یې هم درلودې.