1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ د برمته کورنۍ د ژغورنې په اړه جزئیات ورکړي

۱۳۹۶ مهر ۲۱, جمعه

پاکستاني چارواکو د طالبانو له بنده د کانادايي-امریکایي کورنۍ د آزادولو په اړه لا ډیر معلومات ورکړي دي. چارواکو ویلي چې د کورنۍ برمته کوونکي طالبان، تر هغه وروسته چې د موټر ټایرونه یې وویشتل شول، پر پښو تیښتیدلي.

https://p.dw.com/p/2lmgA
Joshua Boyle Caitlan Coleman Entführung Taliban
انځور: picture-alliance/Candioan Press/Coleman Family

امریکایي کیتلن کولمن او کانادايي میړه یې جازوا بویل، په ۲۰۱۲م کال کې په افغانستان کې هغه وخت برمته شول چې دې هیواد ته د چکر له پاره تللي ول. دواړو د طالبانو په بند کې درې ماشومان هم نړۍ ته راوړل.

اوس امریکایي چارواکو ویلي دي چې دغې کورنۍ د طالبانو له بنده تر آزادیدو وروسته، پاکستان پریښی دی.

پاکستان په وروستیو وختونو کې د امریکا متحدو ایالاتو تر سخت فشار لاندې دی چې د حقاني شبکې پر ضد اقدامات نه کوي. پر اسلام آباد باندې له دې ډلې څخه د ملاتړ تور لګول شوی دی.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې تر هغه وروسته چې له امریکا متحدو ایالاتو څخه یې معلومات ترلاسه کړل چې دغه کورنۍ د پاکستان قبایلو سیمو ته لیږدول شوې ده، نو د دې کورنۍ د ژغورنې په موخه یې عملیات پیل کړل.

د کورم اجینسي اوسیدونکو، چیرې چې د دغې کورنۍ د ژغورنې عملیات ترسره شوي دي، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي چې هغوی له څو ورځو راهيسي په سیمه کې بې پیلوټه الوتکې لیدلې وې.

د پاکستان د پوځ ویاند برید جنرال اصف غفور، ویلي دي چې پاکستان د امریکا له استخباراتي سازمان څخه د چهارشنبې په ورځ ماښام معلومات ترلاسه کړل چې دغه کورنۍ د لیږدول کیدو په حال کې ده.

هغه زیاته کړه: «موږ خپل ځواکونه واستول، موټر مو د هغو شریکو شویو معلوماتو له مخې وموندل چې د تیرې ورځي [چهارشنبې] تر پنځو بجو مخکې شریک شوي ول. او په دې ترتیب مو برمته کسان وژغورل.»

یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې پاکستاني چارواکو پلان لاره چې د کورم اجنسي په یوې امنیتي پوسته کې برمته کسان وژغوري خو برمته کوونکو د موټر لاره بدله کړه.

امنیتي ځواکونو بیا وروسته هڅه وکړه چې دغه موټر ودروي، خو غفور وویل چې برمته کوونکو پر هغوی باندې ډزې پیل کړې. د غفور په خبره برمته کوونکي پر پښو له سیمې څخه وتښتیدل خو کورنۍ یې په موټر کې پریښوده. د غفور په خبره امنیتي ځواکونو د موټر پر ټایرونو ډزې کولې ځکه نه یې غوښتل چې برمته کورنۍ په خطر کې واچوي.

یو شمیر امریکايي او کانادايي چارواکي د پاکستاني چارواکو د دې کیسې په اړه یو څه شک ښوولی دی. هغوی ویلي دي چې دغه کورنۍ کیدای شي چې د یوې معاملې په پایله کې آزاده شوې وي.

په کابل کې يوې سرچینې ویلي دي چې امریکا او کانادا ته یې خبر ورکړی وو چې دغه کورنۍ په ۲۰۱۵م کال کې پاکستان ته لیږدول شوې وه. دغې سرچینې ویلي: «دا په دې معنی په ده چې کیدای شي هغوی وختي لا آزاد شوي وای. خو پاکستان اوس له امریکا سره د ترینګلتیاو له کبله پریکړه کړې چې هغوی آزاد کړي.»

د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي هم فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د پاکستان له خوا ورکړل شوي معلومات ناسم دي او دغه کورنۍ طالبانو په خپلو شرایطو آزاده کړې ده.

یوه امریکایي پوځي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې آزاد شوی بویل په دې اړه شک لري چې په یوه امریکايي پوځي الوتکه کې سفر وکړي، ځکه ویره لري چې په امریکا کې به د ګوانتانامو د یوه پخواني زنداني له خور سره د خپل مخکیني واده له کبله له ستونزو سره مخامخ شي. خو امریکایي او کانادايي چارواکو ویلي دي چې دغه کس تر څیړنو لاندې نه دی.

یوه بل امریکایي چارواکي بیا تایید کړې ده چې ژغورل شوې کورنۍ د جمعې په ورځ پاکستان پریښی دی.