د پاکستان لوی درستیز د ۱۱ طالبانو اعدام تائید کړ
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۵, شنبهد شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه، د ۱۱ ترهګرو له پاره د اعدام د سزا سربیره درې نورو کسانو ته د بند د سزا تائید هم کړې.
د پاکستان یوې پوځي محکمې دغه کسان په ترهګریزو او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو باندې په بریدونو کې ښکل یاد کړي دي. اعلامیې د محکمې د پریکړې په حواله لیکلي چې د دې کسانو په بریدونو کې ۶۰ ملکیان وژل شوي وو.
د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې ۱۱ مجرم پیژندل شوي طالب جنګیاليو د ټول هیواد په کچه په مختلفو بریدونو کې ۳۶ ملیکان او ۲۴ پوځيان وژلي وو. دغه محکمه د عامو خلکو پر وړاندې نه ترسره کیږي خو تورنو کسانو ته د وکیل لرلو حق ورکړل شوی دی.
د پاکستان د پیښور ښار پر یوه ښوونځي باندې تر برید وروسته چې په کې ۱۵۰ ماشومان ووژل شول، دغه هیواد پوځي محکمې پیل کړې او د اعدام پر سزا باندې یې وضع شوی بندیز هم لیرې کړ. له هغې مودې راهیسې د پاکستان پوځ څو ځله نیول شوو ترهګرو او جنګیالیو ته د اعدام سزا اورولی وه.