د پاکستان سمندري ځواکونو د مخدره موادو لویه محموله ضبط کړي
۱۴۰۴ مهر ۳۰, چهارشنبه
د سمندري ځواکونو شبکې چې د عملیاتو څارنه کوي، د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه مخدره مواد له دوو مختلفو بادبان لرونکو کښتيو څخه په لاس راغلي دي.
ګډو سمندري ځواکونو (CMF) ویلي دي چې د پاکستان د یوې جنګي کښتۍ قایقونو تېره اوونۍ دوې مختلفې بادبان لرونکې کښتۍ د ۴۸ ساعتونو له پاره تر تعقیب لاندې درلودې.
سي ام اف د امریکا متحده ایالاتو په ګډون له ۴۷ هېوادونو څخه جوړ یو سمندري مشارکت دی چې په څه باندې ۳ میلیون مایل مربع سمندري ساحه کې ګزمې او څار کوي. ګډ ځواکونه همدارنګه د نړۍ د کښتیو په تر ټولو مزدحمو مسیرونو کې هم د مخدره موادو او وسلو د قاچاق د مخنيوي په موخه فعالیت کوي.
د سي ام اف په اعلامیه کې راغلي دي چې د کښتیو عمله وتوانېده چې له یادو دوو کښتیو څو ټنه کریستال میتامفتامین او په لږ مقدار کې کوکاین کشف او ضبط کړل.
په اعلامیه کې د مخدره موادو لېږېدونکې کښتۍ د «هویت نه لرونکو په توګه معرفي شوي» خو دا چې له کوم ځایه پلان او تنظیم شوې وې، ورته اشاره نه ده شوې.
د دغو عملیاتو مشري د سعودي عربستان د سمندري ځواکونو قوماندان فهد الجویاد، کړې ده. هغه دا د «ګډو سمندري ځواکونو د مخدره موادو د کشف او ضبط یو د تر ټولو بريالی عملیات» وښود.
د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندۍ سنتکام له دغه اقدامه هرکلی کړی دی. سنتکام پر اکس شبکه خپور کړې یو پست کې په دې ارتباط سي ام اف ته مبارکي ورکړې ده.