1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او سعودي عربستان پوځي مانورونه، هدف څوک دی؟

۱۳۹۶ آبان ۳۰, سه‌شنبه

په پام کې ده چې د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ یو ځل بیا ګډ پوځي تمرینونه تر سره شي. د دغو تمرینونو په هکله په پاکستان کې ځینې کړۍ دا پوښتنه راولاړوي چې د هغې هدف څوک دی؟

https://p.dw.com/p/2nzUA
Saudi-Arabien Marine-Übungen
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

پاکستان او سعودي عربستان په تیره څه موده کې ګډ پوځي تمرینونه تر سره کړي وو او په راتلونکي موده کې ښايي د شهاب دویم، په نوم نور پوځي تمرینونه تر سره کړي. د مډل ایسټ مانیټر، په وینا د دغو تمرینونو له پاره چارې پیل شوې دي. خو نوموړې ورځپاڼې د دغو تمرینونو د تر سره کیدو له پاره کومه نیټه نه ده ښوولې.

د دغو پوځي تمرینونو په هکله په داسې یوه وخت کې رپوټ ورکول کیږي چې له سوریې، ایران او لبنان سره د سعودي محافظه پاله پاچاهۍ اړیکې ترینګلې دي او همداشان په یمن کې د حوثي یاغیانو پر وړاندې هم جګړه کې ښکیل دي. په سعودي عربستان کې د یو شمیر شهزداګانو او پخوانيو چارواکو نیولو او د سیاسي بدلون وروسته په دغه هیواد کې د سیاسي ثبات په هکله هم پوښتنې مطرح کیږي.

په دغه شان یوه وضیعت کې د پوځي تمرینونو موضوع ته پاکستان کې شنونکي په لیوالتیا سره ګوري. ځینې شنونکي په دې هکله انديښنه څرګندوي، ځکه چې په منځني ختیځ کې د ایران پر وړاندې مخالفتونه ډیر شوي دي او ځینې بیا پر دې باور دي چې دغه پوځي مانورونه د سعودي عربستان او ایران له ترینګلو اړیکو سره کومه اړه نه لري.

د دفاعي چارو کارپوه متقاعد جنرال امجد شعیب، دویچه ویله ته ویلي دي: «زما په آند ایران باید د دې مانورونو له کبله اندیښمن نه شي ځکه چې د پوځ لوی درستیز [د پاکستان د پوځ] په نزدې وخت کې ایران ته سفر کړی وو او دغه مسایل یې روښانه کړې دي. موږ د ایران او عراق په جګړه کې هم بې طرفه پاتې شوي وو او یو ډول مو د ایران ملاتړ کړی وو. نو ایران ته باید معلومه وي چې د پاکستان خاوره به د تهران پر وړاندې نه استعمالیږي.»

Saudi-Arabien General Qamar Javed Bajwa, Chief of Army staff (COAS)
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه، د سعودي عربستان له پاچا سلمان سرهانځور: ISPR

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغو پوځي مانورونو هدف، څه کیدای شي، په ځواب کې هغه وویل: «داعش په سوریې او عراق کې ماتې خوړلې ده. په دې کې یو شمیر سعودي وګړي هم شته دی، چې هیواد ته په راګرځیدو سره ستونزې جوړولای شي. نو موږ یوازې د سعودي د داخلي امنیت په برخه کې د مرستې مسوول یو او په دې هکله د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ یو تړون هم شته. پر دې سربیره که چیرې د سعودي پر وړاندې تیری کیږي نو بیا هم په دې برخه کې پابند یو. خو که چیرې سعودي عربستان له یمن او یا بل کوم هیواد سره ستونزه لري، نو موږ په دې برخه کې د جنګیدو مسوولیت نه لرو.»

د متقاعد جنرال امجد په خبره هیوادونه داسې تړونونه کوي او په دې کې د حیرانتیا کومه خبره نه شته. هغه زیاتوي: «ایران هم په ۲۰۰۴م کال کې له هند سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی وو، چې له مخې یې هند کولای شي د تهران له هوایي ډګرونو څخه استفاده وکړي. پر دې سربیره د چابهار بندر هم هند جوړ کړی دی، چې هلته د هند د استخباراتو پوره شبکه شته. کلبهوشن هم له هغه ځایه نیول شوی دی، خو پاکستان کله هم ایران ته شکایت نه دی کړی. ځکه چې اسلام آباد پر دې پوهیږي چې د ایران خاوره د پاکستان پر ضد نه شي استعمالیدی.»

کارپوه جمال اسماعیل، چې د منخني ختیځ چارې څاري هم د امجد له خبرو سره موافق دی. هغه په دې هکله د دویچه ویله د اردو څانګې خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د دغه مانورونو هدف ایران نه دی او نه هم له ایران سره کومه اړه لري. دغه مانورونه هر کال تر سره کیږي. تهران خبر دی چې پاکستان د دوی پر وړاندې کوم تیری نه شي کولی. اسلام آباد به یوازې په هغه صورت کې د سعودي عربستان دفاع وکړي، چې کله یې پر وړاندې کوم بهرنی تیری وشي او یا پر سعودي عربستان جګړه وتپل شي.»

خو لاهور میشته کارپوه احسن رضا، دغه پوځي مانورونو ته د سعودي عربستان له ترینګلتیا سره تړاو ورکوي او وایي: «له دغو تمرینونو دا خبره واضحه ده چې په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا او یا د مخامخ کیدنې په صورت کې به د پاکستان د پوځ مهارت او مسلکي وړتیاوې کوم لور ته وي. موږ له ایران سره کومه پوځي همکاري نه لرو. پاکستان ښایي د یوې مخامخ کیدنې په صورت کې پوځ و نه استوي، خو دا خبره روښانه ده چې د دوی له مسلکي وړتیاوو څخه به څوک ګټه واخلي.»

نوموړي کارپوه په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي که چیرې سعودي عربستان له داعش څخه خطر احساسوي نو داعش ته خو ماتې سوریې او عراق ورکړې ده نو اصولا دغه مانورونه هم باید له هغوی سره تر سره شي. د دغه کارپوه په خبره هغه څوک چې پر منځني ختځ نظر لري، هغوی په ښه ډول پوهیږي چې د محافظه پاله هیواد اصلي هدف داعش نه دی، بلکې ایران او په سیمه کې د تهران متحدین دي.

(عبدالستار، اسلام آباد) س.ر./م. ج.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: