1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او ايران تر منځ د ګاز د نل ليکى پروژه

۱۳۸۸ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

د پاکستان او ايران تر مينځه د څه نه څه څوارلسو کالو نه پس اخر د دغه مياشتى په ٥ نيټه د ګاز د نل ليکى پروژه چى د سولى pipeline ورکړى شوى په تر کيه کښى ډيره غلى لاس ليک شوه.

https://p.dw.com/p/IAf4
انځور: AP

دا تړون د ايران د پټرولود ملى شرکت Iranian national oil company او د پاکستان Inter State Gas Company تر مينځه د٢٥ کالو لپاره وشو.

د تړون له مخى به ايران پاکستان ته هره ورځ ٧٥٠ ميلونه کيوبک فټه ګاز ورکوى. د پاکستان د لومړى وزير د سلا کارDr Asim Hussain د معلوماتو له مخى دا پروژه به په کال ٢٠١٠ کښ پيل شى او د ٣ کالو موده کښى به تر سره شى. د پلان له مخې به په پاکستان کښى په نل ليکه باندى 1.2 بيلونه ډالره مصرف راځى، چى دا پروژه په يو کال کښى خپل سر راسر کوئ.

د معلوماتو له مخى ايران تر خپلو پولو پورى Pipline غزولى دى او د پاکستان تر پولى پورى ورته تش ٢٥٠ کيلو ستره لاره پاتى ده. په راتلونکو ٢ کلونو کښى به د پاکستان ګوادر بندر پورى ورسيږى. د کوم ځاے څخه به چى دا ٨٠٠٠ کيلو ميتره د پاکستان په خاوره کښى تر نواب شاه ښار پورى رسول کيږى. په کوم ځاے کښى به چى د بريښنا ستره پروژه وى چى ٤٠٠٠ کيلو واټه بريښنا به تيرنه تر لاسه کيږى.

د ايران په خاوره کښى د دغه نل ليکى پلنوالے٥٦inch دى، ځکه چى د هندا ړتيا وې هم په نظر کښى ليدل کېږى. خو پاکستان د دغه نل لويوالى ٤٢ inch کړى دى، ځکه چى هند لږه موده د مخه د دغه څخه په شا شوى دى.

خو بيا هم ايران او پاکستان دا هيله لرى، چى هند به يو وخت دغه ګډون ته غاړه کيږدى. په دا سى حال کښى چى ايران د تړون مسوده خپل پارلمان ته وړاندى کړى وه. خو ولى پاکستا ن په خپل پارلمان کښى په دى خبرى نه دی کړى، خلک وايئ چى په پاکستان باندى د امريکا فشار دى.

شاه جهان

کتونکی: يحيی وردک