1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او امریکا اړیکې کومه خوا روانې دي

۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبه

یو وخت پاکستان د امریکا له مهمو ستراتیژیکو ملگرو څخه یو وو. خو په وروستیو کې او په خاصه توګه د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه، تر وژل کیدو وروسته اوس ښایي د امریکا او پاکستان د ملګرتیا اساس سست شوی وي.

https://p.dw.com/p/159uU
انځور: dapd

متحده ایالات په پاکستان کې د خپلو بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکوي او د پاکستان نیوکو ته هیڅ پاملرنه نه کوي. پاکستان هم د امریکا غوښتنې په پام کې نه نیسي او تر اوسه پورې ئې د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ له افغانستان سره خپله پوله تړلې ساتلې ده.

د وروستیو ورځو پېښې ښيي چې پاکستان او امریکا له یو بل سره لا ډیر واټن نیسي او د نوو ستراتیژیکو متحدینو د موندلو په هڅه کې دي. ناټو د چهار شنبې په ورځ (د جون د میاشتې ۴مه نیټه) د مرکزي اسیا له درو هیوادونو سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې ئې له افغانستان څخه د دغه سازمان پوځي تجهیزات د همدې هیوادونو له لارې وځي. داسې ښکاري چې ناټو له دې کار سره د پاکستان پر ځای له افغانستان څخه د خپلو تجهیزاتو د راایستلو له پاره د یوې بلې لارې په لټه کې ده.

د المان د ایسن د دویسبورگ په پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد پروفیسور واخن هیپلر، له المان غږ سره په یوه مرکه کې وویل: «ناټو او امریکا غواړي د دغه تړون له لاسلیکولو سره پاکستان تر فشار لاندې راولي. هغوی غواړي چې پاکستان ته وښيي چې له دې هیواد پرته هم کولای شي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو راایستل تنظیم کړي. خو له بلې خوا ناټو غواړي چې له پاکستان سره د اړیکو د نه ښه کیدو په صورت کې له افغانستان څخه د وتلو یوه بله لاره ولري.»

د مرکزي اسیا له درو هیوادونو سره د ستراتیژیک سند لاسلیکول ښیي چې امریکا نه غواړي چې په سیمه کې نور پاکستان پورې ډیر تړلې وي او یا هم کیدای شي چې امریکا نور پر پاکستان باندې اعتماد و نه لري. دا چې اوس امریکا غواړي له هندوستان سره نزدي شي چې د پاکستان پخوانۍ دښمن هیواد دئ، همدا موضوع رسوي. په وروستیو کې د هندوستان او امریکا اړیکې ډیرې پراخه شوې دي. د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، هندوستان ته سفر وکړ او د دې هیواد له چارواکو سره ئې د امریکا او هندوستان د امنیتي، تجارتي او نورو اړیکو د پراخیدو په اړه خبرې اترې وکړي.

هندوستان، د امریکا ستراتیژیک ملگری

امریکا غواړي چې په سیمه کې یو باثباته او د اعتماد وړ ملگری ولري. پروفیسور هیپلر وایي چې امریکا په دې برخه کې خپلې گټې هم په پام کې نیسي: «کله چې د افغانستان جگړه پای ته ورسیږي، پاکستان هم د امریکا له پاره خپل ستراتیژیک اهمیت له لاسه ورکوي. هندوستان چې اوس په یوه نړیوال ځواک د بدلیدو په حال کې دئ، امریکا داسې انگیري چې دغه هیواد کیدای شي په اوږده موده کې د هغه یو ستراتیژیک ملگری پاتې شي.»

د سیاسي علومو دغه کارپوه زیاتوي چې هندوستان له چین وروسته په سیمه کې دویم اقتصادي ځواک دئ. امریکایان له هندوستان سره په همکارۍ کې د ځان له پاره ډیرې گټې ویني.

خو د هیپلر په اند دا چې امریکا هندوستان ته نزدې کیږي، دا پخپله پاکستان نور هم انديښمن کوي او د خپلو منافعو د ساتلو لا سختو کوښښونو ته ئې هڅوي. له همدې کبله پاکستان د ناټو پر مخ د خپلې پولې د پرانیستلو په اړه يوې پایلې ته نه رسیږي او له بلې خوا چین ته د نزدې کیدو هڅې کوي چې دا پخپله د امریکا او پاکستان د اړیکو د لا ترینگلې کیدو لامل کیږي.

ښايي د پاکستان او امریکا گټې د یو بل په مقابل کې وي له همدې کبله د دغو دواړو هیوادونو تر منځ واټن د وخت په تیریدو سره لا ډیریږي. امریکا نه یوازې د اقتصادي لاملونو له کبله هندوستان ته د نزدې کیدو هڅې کوي، بلکه له دې سره غواړي چې په سیمه کې د چین د ډیر نفوذ مخه هم ونیسي.

چین د پاکستان ملاتړی

یواخن هیپلر د چین او پاکستان د اړیکو په اړه وایي: «پاکستان پخوا هم له چین سره ښې اړیکې درلودې. خو د پاکستان تر ټولو ښه نړیواله ملگرې امریکا وه. خو اوس چې چین په نړۍ کې په یوه پیاوړي اقتصادي او پوځي ځواک د بدلیدو په حال کې دئ، پاکستان غواړي له دې هیواد څخه کار واخلي.»

هیپلر وایي دا چې پاکستان له امریکا څخه مخ اړوي او چین ته مخه کوي کیدای شي چې د امریکا له پاره د یوې محدوده ماتې په توگه وگڼل شي ځکه چې که امریکا پاکستان له لاسه ورکړي او هندوستان په لاس راوړي، بیا ئې هم کامیابي په برخه کیږي.

پروفیسور هیپلر وایي: «پاکستان د خپل نخبه قشر د نالایقي له کبله گواښل کیږي. داسي یو قشر چې د هیواد د اقتصادي او سیاسی پر مختگ له پاره کوم پلان نه لري. دغه وضعه د بې ثباتۍ لامل کیږي.»

هیپلر وایي چې دا موضوع د پاکستان د بهرني سیاست په پرتله د نړیوالو له پاره په یوه لویه ستونزه بدلیدای شي.

مهرنوش انتظاري/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم