د پاکستان او امریکا اړيکي اوس هم خړي دي
۱۳۹۰ مرداد ۱۱, سهشنبهولسمشر زرداري دا خبري په اسلام آباد کي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، مارک ګروسمن، سره په یوي ناستي کي د دوشنبې په ورځ کړي.
د روان کال د مي په میاشت کي د القاعدې ډلې مشر، اسامه بن لادن، پلازمیني اسلام آباد ته څیرمه د امریکایي ځانګړو پوځونو له خوا ووژل شو. تر هغي وروسته د دواړو هیوادونو اړیکي ډیرې ترینګلي شوي دي.
امریکا د پاکستان څخه دغه عملیات پټ ساتلي وو او پاکستان ته هله خبر ورکړل شو کله چی امریکایي څرخي الوتکې د پاکستان له خاوري څخه د عملیاتو د ترسره کولو وروسته ووتلي.
پاکستان د اسامه د وژلو عملیات د دغه هیواد پر خاوري تیری تعریف کړي وو. د دې سربیره پاکستان د بی پیلوټه الوتکو بمباریو هم ډیر په غصه کړی دی.
دي ټولو خبرو ته په کتو سره پاکستان له امریکا څخه وغوښتل چي په دغه هیواد کي دي د خپلو سرتیرو شمیر راټیټ کړي. او د بي پیلوټه الوتکو بمباریو ته دي د پایی ټکي کیږدي.
د دوشنبي د ورځي د خبرو وروسته د ولسشمر د دفتر له خوا په خپري شوي خبر پاڼي کي راغلي چي د تروریزم پر ضد د ګډې همکارۍ د روښانه تعریف شوو او مستندو شرایطو څخه پرته، ښایې د دې سبب شي چی دواړه هیوادونه په نا مناسبه وخت کي نا مناسبه تصمیمونه ونیسي.
د امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان زور راوړي ترڅو د افغانستان پولي ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمو کي د جنګیالیو د پټنځایونو پر ضد ځمکني پوځي عملیات تر سره کړي. ډیر څیړونکي په دي آند دي چی جنګیالي د پاکستان د استخباراتي کړیو د ځینو کسانو ملاتړ د ځانه سره لري.
د ولسمشر زرداري د دفتر له لوري په خپري شوي خبر پاڼي کي د روښانه او ګډی همکاريو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو د دي څخه مقصد یی کیداي شي د بي پیلوټه الوتکو بمبارې وي چی زیاتره وخت د پاکستان په قبایلي سیمو کي تر سره کیږي.
په نږدي وخت کی د اوباما اداري پر پاکستان د ۸۰۰ ملیونو ډالرو پوځي مرستي پارچاو کړي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش