1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاناما سرمشريزه په تاريخي روغبړ پېل سوه

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۲۲, شنبه

د امريکا د ستري وچي سرمشريزه د متحده ايالاتو د ولسمشر باراک اوباما او د کيوبا د ولسمشر راول کاسترو په تاريخي روغبړ پېل سوه. دواړه هيوادونو د خپلمنځي اړيکو د بهتره کولو په تلاښ دي.

https://p.dw.com/p/1F6Es
انځور: picture-alliance/dpa
د کيوبا هيواد د لومړي ځل له پاره د امريکا په سرمشريزه کي ګډون کوي. په دې ترڅ کي د باراک اوباما او راول کاسترو تر منځ يو تاريخي روغبړ هم وسو. تاريخي په دې وجه چي متحده ايالات او کيوبا پس له تقريبا ۵۰ کالو خړو پړو اړيکو درلودلو څخه د دغو اړيکو د بېرته نورمال کولو په لټه کي دي.
د کتونکو په آند د لاس دغه روغبړ چي پکښي دواړو مشرانو څو جملې هم سره تبادله کړې، هغه هڅي څرګندوي چي د تيرو څلورو مياشتو راهيسي دواړو هيوادونو د خپلمنځي اړيکو د بهتره کولو له پاره شروع کړي دي.
د پاناما په سرمشريزه کي د ۳۵ هيوادونو دولتي او حکومتي استازي ګډون کوي. دا چي د کيوبا او متحده ايالاتو تر منځ په اړيکو کي بهتري راغلې ده، له دې هم څرګندېدله چي کاسترو او اوباما په ډېره صميمانه فضا کي د نورو مشرانو سره لنډي خبري اتري کولې. په پلان کي نيول سوې چي د سرمشريزي ګډون وال په ګډه د ماښام ډوډۍ وخوري.
لومړی مستقيم ملاقات
اوباما او کاسترو به د پلان له مخي د شنبې ورځي په جريان کي د لومړي ځل له پاره مستقيم ملاقات وکړي. دغه خبري اتري به د دواړو «سرسختو دښمنو» هيوادونو تر منځ په تيرو تقريبا ۵۰ کالو کي د مشرانو لومړۍ خبري اتري وي.
د امريکا د متحده ايالاتو د ملي امنيت معين سلاکار بېن روديس وويل چي د اوباما او کاسترو تر منځ «کومي رسمي خبري اتري او ځانګړی وخت نه دی تعين سوی، خو اټکل کيږي چي هغوی به مکالمه ولري.» اټکل کيږي چي د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو اترو يوه موضوع به په متقابله توګه د سفارتونو بېرته پرانستل وي.
بېن رودېس په پاناما کي وويل چي د لومړي ځل له پاره په دغه سرمشريزه کي د کيوبا ګډون په خپله يوه تاريخي پېښه ده. خو رودېس داسي اشاره ورکړه چي د متحده ايالاتو د ترهګرۍ د ليست څخه د کيوبا د ليري کولو په هکله پرېکړه لا نه ده سوې. هغه وويل: «موږ لا داسي يو ځای ته نه يو رسېدلي.»
په لاتين امريکا کي د ايالاتو مداخله
د دې څخه تر مخه داسي اټکلونه سوي ول چي ګواکي د امريکا متحده ايالات به د پاناما د سرمشريزي په جريان کي اعلان وکړي چي د ترهګرۍ سره د مرسته کوونکو د ليست څخه به کيوبا ليري کړي.
اوباما د سرمشريزي د رسمي پېل څخه تر مخه د لاتين امريکا د يو شمېر حزب اختلاف د سياستوالو او فعالينو سره هم وليدل. نوموړي وويل چي هغه وختونه نور پای ته رسېدلي دي چي متحده ايالاتو به په لاتين امريکا کي «مداخله» کوله. اوباما زياته کړه چي هغه وختونه پای ته رسېدلي دي چي داسي تاثر موجود ؤ چي ګواکي متحده ايالات بېله دې چي ورته عواقب ولري، د لاتين امريکايي هيوادونو په چارو کي مداخله کولای سي.