1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د پاریس بریدګر څوک وو؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۳, یکشنبه

د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي يو کس په چاړه بريدونه کړي چي پکښي د بريدګر په شمول دوه انسانان وژل سوي او يو شمېر نور ژوبل سوي دي. د راپورونو له مخي دغه بريدګر په ۱۹۹۷ کال په چيچنيا کي زېږېدلی وو.

https://p.dw.com/p/2xcV9
Paris ein Toter und Verletzte bei  Messerattacke
انځور: Getty Images/AFP/T. Samson

په پاريس کي د چړې په مرسته د بريد کوونکي کس سربیره يو بل کس وژل سوی دی. د پاريس پوليسو پر ټويټر پاڼه د دغه بريد پخلی کړی دی. د پوليسو په وينا په بريد کي دوه انسانان سخت او دوه نور سرسري ژوبل سوي دي. زياته سوې چي سخت ژوبل سوي کسان چي يو يې ۳۴ کلن او بل يې ۵۴ کلن دی، روغتون ته انتقال کړل سول. ويل سوي چي دوه نور ژوبل سوي کسان هم په روغتون کي تر درملنې لاندي دي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير ژیرار کولومب د شپې په وخت وويل چي له ژوبل سوو کسانو څخه کوم یو یي د مرګ له ګواښ سره نه دی مخامخ. د پوليسو د معلوماتو په حواله د چړې په بريد کي وژل سوی يو ۳۰ کلن کس دی. دويم وژل سوی کس پخپله بريدګر دی چي د پوليسو له خوا ورباندي ډزي وسوې.

د پاريس پوليسو ويلي چي بريد د پاريس ښار په منځ کي د دويمي اراندسيما د ګڼې ګوڼي په سيمه کي تر سره سو. د چارواکو له خوا ويل سوي ول چي بريدګر يو ځوان کس وو چي د روسيې سره يې تړاو درلود. زياته سوې چي دغه کس په ۱۹۹۷ کال په چيچنيا کي زېږېدلی وو. زياته سوې چي د بريدګر د مور او پلار څخه پوليس پوښتنې ګروېږني کوي.

د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون تر څنګ د کورنيو چارو وزير کولومب دغه بريد غندلی او د قربانيانو او د هغوی له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده. دواړو سياستوالو د پوليسو ستاينه کړې چي په وينا يې پر وخت اقدام سره د لا زياتو وينو تويولو مخه نيولې ده.