1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

د «ټي ټي پي» هدف څه دی او له افغان طالبانو سره څه اړيکه لري؟

۱۴۰۱ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

کله چې د دوشنبې په ورځ د پيښور په یوه جومات کې ځانمرګی برید وشو، نو سملاسي وانګېرل شول چې پاکستاني طالبان به د دې برید تر شا لاس لري. خو ټي ټي پي دا خبره رد کړه. د پاکستاني طالبانو د تاوتريخوالي هدف څخه دی؟

https://p.dw.com/p/4MvKQ
آرشیف: انځور کي پاکستاني طالبان لیدل کیږي
آرشیف: انځور کي پاکستاني طالبان لیدل کیږيانځور: picture-alliance/AP Photo

د تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې یوه قوماندان سر بکف مهمند لومړی پر ټویټر د دې خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست کوم چې ویل کیږې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تر ټولو خونړی برید وو.  خو لس ساعته وروسته د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني په دې چاودنه کې لاس لرل رد کړل. هغه وویل چې د جوماتونو، ښوونځیو او مذهبي مرکزونو په نښه کول د دې ډلې پالیسي نه ده.

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې په دې ډول کړونو کې لاس لري د تحریک طالبان پاکستان د پالیسي له مخې به له سزا سره مخامخ شي. خو په دې بيان کې  بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان یو غړي ولي د دې چاودنې مسوولیت منلی وو.

تحریک طالبان پاکستان وروسته له هغې په دغه برید کې لاس لرل رد کړل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر عبادت کوونکو برید وغانده او دا یې د اسلام د لارښوونو خلاف عمل وباله.

د پاکستان او افغان طالبانو اړیکې، له پخوا څخه ځکه ترینګلي دې چې هغوې واېې افغان طالبانو د TTP مشرانو او جنګیالیو ته پناه ورکړې ده.

د وسلوالو په حمله کې د پاکستاني پولیسو دوه افسران وژل شوي

خو پوښتنه دا ده چې تحریک طالبان پاکستان ولې په بغاوت لاس پوري کوي؟

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي چې ترهګرۍ ضد مبارزه کې له واشنګټن سره د پاکستان د همکارۍ په اړه په غوسه وه، دغه تحرک په ۲۰۰۷ کال کې هغه وخت د پاکستاني جنګيالو له خوا رامنځ ته شو کله چې یوشمیر وسله والو ډلو موافقه وکړه چې له پاکستان سره به په ګډه د جګړي ترڅنګ د افغان طالبانو ملاتړ وکړي کوم چې افغان طالبان هغه وخت د امریکا او ناټو ځواکونو پر ضد جنګیدل.

تي تي پي د سخت دریځه اسلامي شریعت او قانون د پلې کیدو، د پاکستان له حکومتي زندانونو د خپلو غړو د خوشي کیدو او د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې د پاکستاني پوځیانو د شتون پر وړاندي جنګیږي، هغه ایالت چې د افغانستان سره ګډه پوله لري او ویل کیږې له اوږدې مودې راهیسې د دې ډلې لپاره د پټنځای په توګه کارول کیږي.  

TTP  په نومبر میاشت کې د پاکستاني پوځ او پولیسو پر وړاندې خپلو بریدونو ته هغه وخت زور ورکړ کله چې دې ډلې په یو اړخیز ډول د پاکستان له حکومت سره د اوربند تړون پای ته ورساوه. هغه تړون چې په کابل کي د افغان طالبانو په منځګړیتوب ترلاسه شوې وو. تحریک طالبان پاکستان په وار وار له پولیسو غوښتي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې دې د دې ډلې د جنګیالیو پر ضد په عملیاتو کې برخه نه اخلي.

د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو تر منځ اړیکې څه دي؟

آرشیف: په پاکستان کي د برید انځور
آرشیف: په پاکستان کي د برید انځورانځور: Banaras Khan/AFP

که څه هم تحریک طالبان پاکستان له افغان طالبانو جلا دی، خو ظاهراً دواړه ورته ایډیالوژي لري او نږدې متحدین دي. کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې افغان طالبان واک ته ورسیدل دې کار پاکستاني طالبان لا جدي کړل.

د تحریک طالبان جنګیالي معمولاً د پاکستان په شمال لویدیځ کې په قبایلي سیمو کې پټ وي کوم چې ویل کیږې دغه ډله په افغانستان کې دننه هم پټنځایونه لري او په پټه له یوې سیمې بلې سیمې ته تګ راتګ کوي.

کله چې افغان طالبان واک ته ورسېدل نو په ښکاره یې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکړه. افغان طالبانو د TTP هغه مشران او جنګیالي خوشې کړل چې د پخواني افغان حکومت لخوا بندیان شوي وو.

افغان طالبانو په وار وار ویلي چې دوی به د تحریک طالبان پاکستان په ګډون هیچا ته اجازه ورنکړي چې له افغانستان څخه د پاکستان په ګډون پر بل هیواد برید وکړي. خو پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغان طالبانو هغه خبرې او عمل چې په پاکستان کې دننه د ټي ټي پي د بریدونو مخه نیولی شي، سمون نه خوري او افغان طالبان لاهم د دغو بریدونو پر مخنیوي نه دي توانېدلي.

پېښور: د وسله والو په برید کې د پولیسو درې افسران وژل شوي

لوړپوړی دفاعي شنونکی او په اسلام آباد کې د امنیت او شخړو د مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر عبدالله خان وايي پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو د مشر بیعت کړی دی.  

هغه زیاته کړه دواړه ډلې خپله اجنډا او تګلاره لري. که د افغان طالبانو اجنډا له دغه هیواده د بهرنیو ځواکونو وتل وه؛ خو TTP په خپلو عملیاتو کې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي. خان اندیښنه لري چې پاکستان به په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو شاهد وي.

آیا په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی؟

«په پنجاب کې د پاکستان دوه استخباراتي افسران وژل شوي»

پاکستان په تیرو دوو لسیزو کې د اورپکو ډیر بریدونه لیدلي، مګر د نومبر له میاشتې راهیسې، کله چې TTP له حکومت سره څو میاشتنی اوربند پای ته ورساوه تاوتریخوالی زیات شوو. تحریک طالبان پاکستان په منظمه توګه د پاکستان په شمال لویدیځ په غرنیو او لیرې پرتو سیمو کې کوم چې مخکې د دې ډلې پټنځایونه پکې وه بریدونه او چاودني کوي.

یاد تاوتریخوالي د خیبر پښتونخوا د قبایلي شمالي او جنوبي وزیرستان په سیمو کي د پوځي عملیاتو د تر سره کیدو په تړاو د سیمي د خلګو ویره را پارولې ده.

باید وویل شي چې د پیښور په جومات کې له چاودنې څو ساعته وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله خان جیو نیوز خپلواکي شبکې ته وویل چې افغان طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي. نوموړي د افغان طالبانو دې ژمنې ته اشاره کړې چې ویلې ېې دي هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. هغه وویل: «هغوی باید پر خپلو ژمنو وفا وکړي».