1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمېشنران په بند محکوم شول

۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي له خپلو دندو څخه د ناوړه استفاده په جرم په دوه نیم کاله بند محکوم شول. دوی په تېرو پارلماني ټاکنو کې په ټاکنیزو درغلیو، مالي فساد او له دندو پر ناوړه ګټه اخېستنې تورن دي.

https://p.dw.com/p/3WEqh
Schild der afghanischen Wahlkommission
انځور: DW

د درنو جرمونو او له ادارې فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استنیاف محکمې، نن چهارشنبې (۲۰۱۹ میلادی کال د جنورۍ ۱۵مه) د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني کمېشنران په ۲ کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړل.

په محکو کې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر عبدالبدیع صیاد او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخوانی مشر عبدالعزیز اریايي په ګډون د کمېسیونونو لس پخواني غړي شامل دي.

د عدلي او قضايي مرکز د استنیاف محکمې رییسې انیسه رسولي وویل: «د تورنو په اړه پریکړه وروستی نه ده او دوی کولای شي چې د تمیز غوښتنه وکړي.»

لومړنی محکمې دغه کسان د تیر۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر ۳مه نیټه په پنځه پنځه کال بند محکوم کړي ول.

د ټاکنیزو کمېسیونونو دغه پخواني غړي په تېرو پارلماني ټاکنو کې پر ټاکنیزو درغلیو، له خپلو دندو ناوړه ګټه اخېستنې او په رایو کې پر لاسوهنو تورن دي.

د استنیاف محکمې په لومړی ورځ، هغوی پرځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

Präsidentschafts-Wahlen in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

پخوانیو ټاکنیزو کمېشنرانو د محکمې پرمهال ویلي دي چې له دندو ګوښه کول یې غیر قانوني ول او د دوی په اړه د محکمو پریکړې هم سیاسي دي.

صالح محمد صالح چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې له کونړه کاندید وو، محکمې ته وویل چې په ټاکنو کې یې د بریا رایې ګټلې وې، خو د بډو په پایله کې یې پرځای بل کس بریالی اعلان شوی: «زه د خپلې ادعا له پاره په کافي اندازه اسناد لرم او له محکمې څخه عدالت غواړم.»

 د تیرو پارلماني ټاکنو یوشمېر نور نوماندان چې د ټاکنو په پایلو کې ناکام اعلان شوي د محکمې له پریکړې د هرکلي ترڅنګ د اوسني پارلمان پر مشروعیت شک څرګندوي.

جبران لوراند چې په تېرو ټاکنو کې له کابله ولسي جرګې ته نوماند ؤ، دویچه ویله ته وویل، تېرې پارلماني ټاکنې حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو په ګډه مهندسې کړې وې: «د تعجب وړخبره داده چې د تیرو پارلماني ټاکنو مدیریت کوونکي د درغلیو په جرم محکمه کیږي او په زندان محکومیږي خو د هغوی پر اعلان کړیو ټاکنیزو پایلو وکېلان پارلمان کې ناست دي او د خلکو استازیتوب کوي.»

د تېرو پارلماني ټاکنو تر جنجالي کېدو وروسته ولسمشر غني پخواني کمېشنران له دندو ګوښه او لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل.

اسماعیل شاکر – کابل