«تر څلورو ورځو د ولسمشریزو ټاکنو پایلو اعلانوو»
۱۳۹۸ بهمن ۲۸, دوشنبهد فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دسمبر میاشت کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې اشرف غني د سپتمبر میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شوو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ۵۰،۶۴ سله رای ګټلي دي. خو د اشرف غني، سیال ډاکټر عبدالله عبدالله، د درغلیو تور پورې کوي او د رای د بیا شمیرولو پر سر ټینګار کوي.
په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د یوه تړون له پاره هلې ځلې کوي د ټاکنو د پایلو ځنډ افغانستان له یوه سیاسي بحران سره مخامخ کړی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «د جمهوري ریاست ټاکنو نهایي پایلې به په درو، څلورو ورځو کې اعلان شي.» د سادات په خبره د رایو بیا شمیرنه او تفتیش بشپړ شوی دی.
خو دا خبره لامعلومه نه ده چې د ټولو لورو به د ټاکنو پایلې ومنل شي که نه.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزې ډلې څو ورځې ترمخه ویلي وو چې د درغلیو ډکې پایلې به ونه مني. د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم چې د عبدالله عبدالله ملاتړی دی، ویلي وو که چیرې تقلبي پایلې اعلان شي نو موازي حکومت به جوړ کړي.