1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د پایلو پر سر نوې شخړې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

داسې اټکل کیده چې د ولسمشرۍ نوماندان به د ملي یووالي حکومت پر سر یوه توافق ته ورسیږي خو له دې هیلو سره د کاندیدانو تر منځ مخالفتونه له منځه نه دي تللي. د کابینې اداره او د ټاکنو د پایلې اعلان اوس هم شخړیزې موضوعگانې دي.

https://p.dw.com/p/1DDII
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټیم پر دې باندې ټینگار کوي چې د ټاکنو پایلې دې اعلان شي، او د هغې توافقنامې له مخې چې دواړو نوماندانو لاسلیک کړې ده د ملي یووالي حکومت جوړ شي. خو د ډاکټر عبدالله ټیم بیا له دې خبرې سره موافق نه دی.

د ډاکټر عبدالله عبدالله ډله پر دې باندې ټینگار کوي چې د ټاکنو پایلې دې پنځوس، پنځوس اعلان شي چې د هیڅ یوه کاندید رایې له بل څخه په کې ډیرې و نه ښول شي. خو د اشرف غني ډله بیا وایي چې د ټاکنو پایلې دې د ارزول شویو رایو له مخې اعلان شي.

د ډاکټر عبدالله انتخاباتي ټیم وایي په ټاکنو کې د درغلیو د تر سره کیدو له کبله ضروري نه ده چې د ټاکنو پایلې ومنل شي. دا په داسې حال کې ده چې د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم د ټاکنو د پایلو د منلو پر سر ټینگار کوي.

چارواکي: نوماندان یوه توافق ته نزدي شوې دي

له بلې خوا بیا یو شمیر افغان او لویدیځو چاواکو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ولسمشرۍ ته دواړه نوماندان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله ښايي د نوي حکومت د جوړولو پر سر په خپل منځ کې د سه شنبې په ورځ ناوخته یوې موافقې ته ورسیږي.

که دغه ډول یو توافق رامنځ ته شي نو تر څو میاشتیو لانجو وروسته به بالاخره په افغانستان کې له ولسمشري حامد کرزي څخه د افغانستان نوي ولسمشر ته واک ولیږدول شي.

اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله له څو میاشتو راهیسې د ملي یووالي حکومت پر جوړولو باندې یو له بل سره خبرې اترې کوي. تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په منځگړیتوب داسې یوه موافقه رامنځ ته شوې وه چې له مخې یې د ټاکنو د وروستیو پایلو تر معلومیدو وروسته به دواړه نوماندان د ملي یووالي یو حکومت رامنځ ته کوي چې په کې گټونکی نوماند ولسمشر او بایلونکي نوماند د اجرایي ریاست مشر وي.

د ملي یووالي حکومت پر سره خبرې اترې له لومړي سره له ستونزو سره مل وې. نوماندانو څو وارې د دغه شان یوه حکومت د جوړیدو بهیر له ستونزو سره مخامخ وباله او د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه یې اندیښنه څرگنده کړه. خو اوس ویل کیږي چې ښايي نوماندان په دې اړه یوې موافقې ته رسیدلې وي.

د اشرف غني احمدزي ویاند فیض الله ذکي ویلي دي: «که کومه نوې ستونزه رامنځ ته نه شي [...] نو د دې امکان شته چې په ننۍ غونډه کې په دې اړه پریکړه وشي.»

ډیری کارپوهان په افغانستان کې د دواړو نوماندانو تر منځ گډ کار له یوه ژور کړکیچ څخه د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار بولي. د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د لومړنیو اعلان شویو پایلو په حواله اشرف غني احمدزی تر خپل سیال عبدالله عبدالله څه باندې یو میلیون مخکې دی، خو ډاکټر عبدالله بیا ادعا کوي چې د هغه د سیال په گټه درغلۍ شوي دي.

خو د اشرف غني احمدزي د ډلې غړي بیا د ټاکنو د پایلو پر منلو باندې ټینگار کوي. ذکي په دې اړه ویلي دي: «که د رایو پایلې و نه منل شي نو ټول ټاکنیز بهیر به کومه معنی و نه لري. د دې له پاره چې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شي باید یو ولسمشر وټاکل شي.»

د فرانسې خبری آژانس لیکلي دي چې د عبدالله عبدالله د ډلې غړو د شویو توافقاتو د جزئیاتو په اړه څه و نه ویل خو هغوی هم روښانه کړې ده چې د ملي یووالي حکومت د جوړولو پر سر خبرې اترې روانې دي. د عبدالله د تیم غړو د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د سه شنبې په ورځ کیدای شي د ملی وحدت د حکومت پر سره خبرو اترو کې یو واضح انځور رامنځ ته شي.

له بلې خوا ولسمشر کرزي هم په وروستیو وختونو کې وار وار پر دواړو نوماندانو باندې غږ کړی دی چې یوې موافقې ته سره ورسیږي او ژر تر ژره د ملي یووالي حکومت رامنځ ته کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب