1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوې ۱۷ کلني آلماني د قتل شک پر يوه افغان کيږي

۱۳۹۶ اسفند ۲۳, چهارشنبه

یوه ۱۷ کلنه آلمانۍ د دغه هیواد په فلنسبورګ ښار کې وژل شوې ده. د قتل شک پر يوه افغان مهاجر کيږي چي د پناه غوښتنه ئې منل شوې نه ده.

https://p.dw.com/p/2uJjy
Deutschland Polizeieinsatz in Chemnitz
انځور: picture-alliance/dpa/A. Burgi

د آلمان په شمالي ښار فلنسبورګ کې یوه ۱۷ کلنه آلمانۍ يه يوه اپارتمان کي په سخت ټپي حالت کي موندل شوې او د پيښي په ځای کي ئې سا ورکړې ده. د دغي نجلۍ د قتل شک پر يوه داسي افغان باندي کيږي چي د پناه غوښتنه ئې منل شوې نه ده.

يوې څارنوالې اولریکه شټالمن، د چهار شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې نیول شوي ۱۸ کلن مهاجر له ۲۰۱۵م کال راهیسې په آلمان کې ژوند کوي. اغلې شټالمن زیاته کړې ده چې د هغه غوښتنلیک رد شوی دی، خو تر اوسه پورې د اجرا مرحلی ته نه دی داخل شوی. د څارنوالې په وینا «د هغه د پناه غوښتني دوسیه تر اوسه پورې په جریان کې ده».

مخکې تر دې د «بلډ» او «فلنسورګر ټاګه بلټ» آلمانۍ ورځپاڼو د وژل شوې آلمانۍ د قتل په تړاو د شکمن کس د ټاټوبي په هکله رپوټ ورکړی وو.

نوموړی افغان مهاجر اوسمهال په توقيف کې او پوښتني گروېږني ځني کيږي. نجلۍ په داسي حالت کي په يوه اپارتمان کي موندل شوې چي سخت ټپونه ئې لرل. ويل کيږي چي نجلۍ پخپله ژغورونکو ته خبر ورکړی خو هغوی ئې د ژوند په ژغورلو توانېدلي نه دي، ځکه ټپونه ډېر سخت ول او هغې د پيښي په ځای کي سا ورکړې ده.