1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوې رايي پر سر جنجال

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون، په علني غونډه کې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه ولسمشرۍ ته د کانديدانو شکایتونه وڅېړل. په دغه غونډه کې د ډاکټر عبدالله تیم د ډاکټر اشرف غني احمدزي تیم پر وړاندي شکایتونه ثبت کړي ول.

https://p.dw.com/p/1BvmC
انځور: DW/H.Sirat

هر یو شکایت په جلا جلا توگه وڅېړل شو او د کانديدانو استازو ته چې پرې تور لگول شوی وو، له خپل ځان څخه د دفاع کولو وخت هم ورکړل شو.

د پنجشنبې د ورځي په علني غونډه کې بېلابېل شکایتونه وڅېړل شول. دغه غونډه داسي وه چې په لومړي سر کې به یو شکایت لوستل کېدی او تر هغه وروسته به دغه شکایت ته له اصلي نتایجو سره سر ورکول کیدی.

یو شمیر شکایتونه د پراخو درغلیو په هکله ول. د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ویاندي نادره محسني وویل: «په دغه شکایتونو کې ویل شوي دي چې په ښکار ډول درغلۍ شوي دي چې د رایو په یوه محل کې ۴۰۰ رایې د زلمي رسول په گټه او ۱۰۰ رایې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په گټه استعمال شوي دي.»

د دغو شکایتونو تر څېړلو وروسته معلومه شوه چې د رایو ورکولو په نوموړي مرکز کې دغسي یو تقلب تر سره شوی دی. د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون مرستیالي ریدا عظیمي، په دې اړه وویل: «په دغه ځای کې چې کومه ادعا شوې ده سمه ده. ۴۰۰ رایې د هغه کاندید په گټه چې مخکې یې نوم واخیستل شو، کارول شوي دي خو نوري سل رایې مشخصې نه دي.»

له یوې رایې څخه دفاع

د پنجشنبي ورځې په علني غونډه کې د ډاکټر عبدالله له خوا د ډاکټر اشرف غني پر ضد یو شکایت دا وو چې د رایو ورکولو په یوه مرکز کې یوه رايي د اشرف غني احمدزي په گټه ډیره حساب شوې ده.

د شکایاتو کمېسیون دغه پیښه هم وڅېړله. د کمېسیون غړو وویل چې د افغانستان د خلکو له هري رایې څخه باید دفاع وشي. ریدا عظیمي، په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «ډیره ښه خبره ده چې د افغانستان خلک د خپلې یوې رايي تر شا ولاړ دي. موږ ډیر ویاړو چې آن د یوې رايي په هکله تاسي ته حساب در کوو.»

قلم خوړلي او بې مهره فورمې

د افغانستان په ټاکنو کې یوه له شخړه ییزو مسایلو څخه د نتایجو په فورمو کې قلم خوړل دي. د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له خوا په رڼه توگه د رایو د نه شمیرلو په اړه شکایتونه شوي دي.

په دغو شکایتونو کې ویل شوي دي چې د ټاکنو کمېسیون مشکوکه او قلم خوړلي فورمي، د یو شمیر نوماندانو په گټه استعمال کړي دي او آن دغه مشکوکي رايي په صندوقونو کې د اچول شویو رایو په پرتله، په مراتبو ډیري حساب شوي دي.