1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوه گړندي اورگاډي د جوړولو ازموينه

محمد قاسم نوري (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۲۳, چهارشنبه

د یوه گړندي اورگاډي په واسطه به انسانان په يوه ساعت کي۱۲۲۰ کيلومتره واټن وهي او د امريکا له يوې برخي څخه به د دغه هیواد لوېديځ ساحل ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/19Ozo
A sketch of billionaire Elon Musk's proposed "Hyperloop" transport system is shown in this publicity image released to Reuters on August 12, 2013. The Hyperloop, which Musk previously described as a cross between a Concorde, rail gun and air-hockey table, will be solar powered and move passengers and even automobiles at speeds of up to 800 miles per hour, according to the 57-page design plan. REUTERS/Tesla Motors/Handout via Reuters (UNITED STATES - Tags: TRANSPORT BUSINESS SCIENCE TECHNOLOGY) ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE HAS BEEN SUPPLIED BY A THIRD PARTY. IT IS DISTRIBUTED, EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS. NO SALES. NO ARCHIVES. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS
Hyperloop Transportsystemانځور: REUTERS/Nick Kincade/Tesla Motors

د جنوبي افريقا يو پيژندل سوی پانگه وال غواړي چي د کپسول په شان يو داسي اورگاډی جوړ کړي چي پټلۍ و نه لري او يوازي په يوه تونل کي حرکت وکړي. يعني په تونل کي لکه توغندی وتوغول سي.

پانګه وال اېلون موسک، يو داسي سړی دی، چي تل نوي مفکورې لري. دغه ۴۲ کلن په لومړي سر کي د «کريډت» په برخه کي د «پې پال» انټرنيټي خدماتي شرکت جوړ او هغه يې وروسته پر «اې-بي» باندي و پلوری.

ايلون موسک
ايلون موسکانځور: picture-alliance/AP Photo

موسک، د پيسو پيداکولو په لارو چارو باندي ډير ښه پوهيږي. هغه وروسته د «ټېسلا» په نوم د برقي موټرونو په برخه کي پانگونه وکړه ، چي اوس يې د ونډو خرڅلاو مخ پر لوړه روان دی.

موسک بيا اوس نوی پلان لري: هغه اوس د Hyperloop په نوم د يوه داسي گړندي اورگاډي د جوړولو پلان لري چي سان فرانسيسکو او لاس انجلس سره ونښلوي.

د جنوبي افريقا د دغه پانګه وال مفکوره داده چي: د هوايي بالښت په شان د يوه حرکت کوونکي کپسول يا ډبې په واسطه به په تونل کي نزدې۶۰۰ کيلومتره واټن په ۳۵ دقيقو کي ووهل سي. عادي اورگاډي دغه واټن په درو ساعتونو کي وهلای. «هيوپرلوپ» به تر يوې الوتکي هم گړندی وي.

د دغي یوه اورگاډي جوړلو او تجربه کول به نزدې ۶ ميليونه يورو لګښت وغواړي. د اورگاډي د ماډل د جوړولو پر مهال موسک، د دوو څنګ پر څنګ ډبو يا کپسولونو د جوړولو په فکر کي دی. دا په دې معنی چي دوې ډبې به په يوه تونل کي تيريږي راتيريږي او هره يوه به د ۲۸ تنو مسافر ځای ولري. دغه اورگاډي به په ساعت کي تر ۱۲۲۰ کيلومتره واټن وهي.

دغه کپسول به په تونل کي په هوا کي روان وي
دغه کپسول به په تونل کي په هوا کي روان ويانځور: REUTERS/Nick Kincade/Tesla Motors

د موسک په آند دا ډيره ښه خبره ده، چي د الوتکو او يا موټرو په وړاندي يو بل بديل هم پيدا سي. هغه وايي په دغه کپسول کي به سفر داسي وي لکه په يوه الوتکه کښي. هغه زياته کړه «د کلفورنيا ايالت د حکومت له خوا پلان سوی چټک اورگاډی په حقيقت کي ډير کرار، ګران او تر الوتکي ډير ډاډمن نه دی.»

خو دغه پروژه له واقعيت څخه ډيره ليري ده، ځکه چي له تخنيکي او سياسي لحاظه هم بايد ځيني ګامونه پورته سي. موسک، غواړي چي پر دغه موضوع باندي په عام ډول له ټولو علاقه مندانو سره بحث وکړي او د هغه د نوري ودي له پاره د دوی نظريات وپوښتي. سربيره پر دې موسک، هڅه کوي چي د دغي پروژې له پاره د کلفورنيا د حکومت ملاتړ هم ترلاسه کړي.