1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان په يوه ټاپو کي د مهاجر کمپ پرضد مظاهرې

۱۳۹۸ دی ۲۴, سه‌شنبه

په يونان کي د مهاجرو د ډکو کمپونو او د هغوی له پاره د يوه نوي کمپ د جوړولو پرضد مظاهرې مخ پر زياتيدو دي. د چیپوک د ټاپو په مهاجر کمپونو کي څه د پاسه  ۴۲ زره انسانان ځای پر ځای سوي دي

https://p.dw.com/p/3WBMo
Griechenland Proteste gegen illegale Immigration in Thessaloniki
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Chiras

په غوسه سوو اوسيدونکو د دوشنبه په ماښام د چيوک د ټاپو په ښاروالۍ کي د کار او سيمه ايزو چارو د وزير محافظه کاره مرستيال، نوتيس ميتاراکيس ته ښکنځل کول.

د سيمه ايزو رسنيو د راپور له مخي ځينو مظاهره کوونکو چي خپل حواس يي له لاسه ورکړي ول په دې ډول شعارونه ورکول: »بالاخره دغه مهاجر له دې ځايه د هيواد دننه ته بوزي، اوس نو د اولس وار دی چي خپل ږغ پورته کړي.«

همدارنگه په نورو ټاپوگانو او يونان کي دننه هم مظاهرې سوي دي. د ليروس د ټاپو ښاروال، ميشايليس کولياس د سه شنبې په ورځ د «ريال» خبري آژانس ته ويلي دي چي مظاهره کوونکو د «موږ ۸۰۰۰ اوسيدونکي لرو او څه د پاسه ۲۶۰۰ مهاجر، دا کار نور د زغملو وړ نه دي» شعارونه ورکول.

Griechenland Insel Lesbos Kinder im Camp Kara Tepe
آرشیف: د یونان په ټاپو کی له مهاجرو څخه ډک لاگرانځور: picture-alliance/D. Kubirski

هغه زیاته کړې: «مهاجر په ډير خراب حالت کي ژوند کوي، د ټاپو زيربنايي سيستم له گواښ سره مخامخ دی، د اوسيدونکو زغم نور پای ته رسيدلی دی.»

په آتن کي د حکومت د تازه رپوټونو له مخي، د دغه ټاپو په مهاجر کمپونو کي څه د پاسه  ۴۲ زره انسانان ځای پر ځای سوي دي. د ۲۰۱۹م کال په اپريل مياشت کي لا يوازي ۱۴ زره مهاجرو هلته ژوند کاوه.

د آتن حکومت هڅه کوي چي په دغه حالت کي بدلون راولي. په تيرو مياشتو کي څه د پاسه ۱۰ زره پناه غوښتونکي د يونان دننه ته انتقال سوي دي. تقريباً هره ورځ نوي مهاجر له ترکيي څخه د يونان ټاپوگانو ته رسيږي.