د وژونکو روباټونو د استعمال په اړه يو لومړنی توافق وشو
۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبهد وژونکو روباټونو د درولو په نوم د نړيوال کمپاين په څېر د دغسې وسلو مخالفين د خپلواکو وسله والو سيستمونو چې پرته د انسان له هدايت څخه هدفونه په نخښه کوي، بشپړ ممنوعيت غواړي. هغه اساسي پرينسيپونه چې ورباندې اوس توافق شوی، حقوقي لازم الاجرا بڼه نه لري، بلکې داسې يو سياسي چوکاټ ورته رامنځ ته شوی چې د وسلو توليدونکي هېوادونه يې نه مراعاتوي. دغه خبره د وسلو ضد د ياد کمپاين وياند، توماس کويشنمايستر، کوي. د هغه په خبره د انسانانو د ژوند او مرګ په اړه پرېکړه بايد ماشينونو ته ور نه پرېښودل شي، ځکه چې وژونکي روباټونه کومه اخلاقي پرېکړه نه شي کولی. د هغه په خبره کله چې داسې سيستمونه او روباټونه رامنځ ته کيږي او توليديږي، نو ماموريت او استعمال يې هم احتمالي بڼه غوره کوي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس، د ملګرو ملتونو د وسلو د کنوانسيون په چوکاټ کې د جمعې په ماښام رامنځ ته شوې د خبرو اترو پايله وستايله. د ماس په خبره دغه اساسي معيارونه د ټولو راتلونکو وسله والو سيستمونو په سر د بين الدول حقونو پشپړ حاکميت تعيينوي او يقيني کوي. له دې مخې د هغه د څرګندونو په حواله هغسې مرکزي اصول لکه د انسان مسئوليت او د خپلو اعمالو د مسئوليت منل په ماموريت کې هم صدق کوي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ټينګار وکړ چې د وژونکو روباټونو غندنه د آلمان د بهرني سياست يو اصلي هدف دی.
«خپلواک وسله وال سيستمونه په خپل سر وژنې تر سره کوي»
د دغسې وسلو د ممنوعيت په سر د خبرو د شروع کولو مخالفت روسيې او د امريکا متحده آیالاتو وکړ، په داسې حال کې چې د دغه کنوانسيون ټول لاسليک کوونکي هېوادونه د وېټو حق هم لري. دا په داسې حال کې ده چې ياد دوه لوی قدرتونه د وژونکو روباټونو په جوړولو او رامنځ ته کولو بوخت دي او نه غواړي چې د مصنوعي ځيرکتيا پر بنياد چلېدونکي دغسې وسلې محدودې کړل شي. د ژنيف خبرې اترې په ۲۰۱۴ کال کې پيل شوې چې له دې وروسته به هم دوام مومي. د دغسې خپلواکو وسلو مخالفين وايي چې وژونکي روباټونه ښايي يو څو کاله وروسته حتی د جګړې په ميدانونو کې عادي شي. د پوځيانو د پلانونو له مخې به وژونکي روباټونه لکه ټانکونه، ډرونونه او توغندي په خپل سر وژنې تر سره کوي. دغسې ګرځنده سيستمونه يا خپله مزل کوي يا دا چې مزل ته هڅول کيږي. په تر ټولو افراطي حالت کې د مزل کولو امر هم د نورو روباټونو له خوا ورته کيږي.
Epd/ns/awa