1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د وينو ناسمه ورکړه ژوبل افغان عسکر وژني»

۱۳۹۷ فروردین ۳, جمعه

د سيګار ادارې په خپل راپور کي د ژوبل سوو افغان امنيتي ځواکونو په درملنه کي د لويو تېروتنو خبره کړې ده. د افغانستان د بيا رغاوني د څار دغې امریکايي ادارې په زياته د ناسمې وينې د ورکړې له کبله د مړينو تور لګولی دی.

https://p.dw.com/p/2uqCK
1. Afghanistan Armee der Beinlosen
انځور: picture-alliance/dpa/Christine-Felice Röhrs

د افغانستان د بيا رغاوني د څار دغې امريکايي ادارې پوښتلي دي چي ايا و ژوبل سوو افغان ځواکونو ته د ويني د ورکړي تر مخه وينه په سمه توګه معاينه کيږي او که څنګه؟

خو د افغانستان د دفاع وزارت د سيګار راپور او ورسره تړلي تورونه رد کړي دي. د ياد وزارت وياند دولت وزيري ويلي دي چي وينه و ژوبل سوو عسکرو ته د ورکړې تر مخه په روغتون کي معاينه کيږي. دغه وياند زياته کړې ده چي د افغانستان د دفاع وزارت هيڅ داسي ثبت سوي معلومات نه لري چي د ويني د غلط ګروپ د ورکړې له کبله دي کوم عسکر ژوند له لاسه ورکړی وي.

وزيري د جمعې په ورځ (۲۰۱۸ کال د مارچ ۲۳مه نېټه) ويلي دي چي د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د جلب سوو کسانو وينه په لومړي سر کي په بشپړه توګه معاينه کيږي. په دې توګه سره د دفاع وزارت وياند د جلب سوو کسانو د ويني د نه معاينې تور رد کړی دی. دولت وزيري پر سيګار نيوکي کړي دي چي د خپل راپور معلومات يې د افغانستان له دفاع وزارت سره نه دي شريک کړي.

سيګار د پنجشنبې په ورځ په خپل خپاره کړي راپور کي ويلي دي چي د افغانستان په ملي اردو کي ۱۵۴۰۰ داسي عسکر سته چي وينه يې خدمت ته تر داخليدو دمخه معاينه سوې نه ده.

په راپور کي راغلي دي چي د زرونو نورو عسکرو د ويني د معاينې ميتود د شک وړ دی. په دغه راپور کي د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ مياشتي او جولای مياشتي تر منځ د نوو عسکرو د ويني د معاينې معلومات په پام کي نيول سوي دي. د دغو معلوماتو له مخي د افغانستان د ملي اردو له تقريبا ۱۹۵ زرو عسکرو څخه د ۹ سلني عسکرو د ويني ګروپ لا نه دی تائيد سوی.

د سيګار په راپور کي راغلي دي چي د افغانستان د دفاع وزارت د تقريبا۵۰ سلنې کارکوونکو په گډون د عسکرو د ويني د ګروپ په اړه هيڅ معلومات موجود نه دي. د امريکا متحدو ايالاتو د کانګريس تر نظارت لاندي يادي ادارې ويلي دي چي د افغانستان د دفاع وزارت ټول همکاران بايد د خپلي ويني ګروپ د معلومولو او د مکروبي ناروغيو د کنترول له پاره بايد وينه معاينه کړي.

د سیګار په وينا د پرسونل د وينو د معاينو د ريکارډ نه درلودلو معنی دا ده چي د افغانستان د دفاع وزارت نه دی خبر چي د وينې د ورکړي پر وخت د کوم کس وينه د ناروغيو په مکروبونو ککړه کېدلای سي.

د سيګار په راپور کي راغلي دي: «خو د ویني په اړه معلومات و ژوبل سوو عسکرو ته د برابري سوي ويني د سم ګروپ، او له ساري ناروغيو څخه د پاکوالي او د بريالۍ ورکړې له پاره مهم دي.»

په راپور کي راغلي دي چي د پلټنو پر وخت يې معلومات تر لاسه کړي دي چي «عسکر له دې کبله وژل سوي دي چي ورته د غلط ګروپ وينه ورکړل سوې وه». د راپور له مخي دغه عسکر په جګړه کي ژوبل سوي، خو د درملنې په ترڅ کي د ناسمي ويني د ورکړي له کبله مړه سوي دي.

د راپور له مخي د ثبت سوو عسکرو د ويني په تړاو معلومات هم د شک وړ دي، ځکه چي جلب سووي کسان مجبور وي چي د دغې معاينې له پاره پيسې له خپل جېب څخه ورکړي. د راپور له مخي ښايي په دغو جلب سوو کسانو کي بعضي بې مسلکه ډاکټرانو ته تللي وي او يا يې حتی ښايي د ويني د معاينې جعلي اسناد جوړ کړي او وړاندي کړي وي. د راپور له مخي له دې کبله هيڅ تضمين نه سته چي ثبت سوي معلومات دي «درست او يا دقيق» وي.