1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسي جرګې غونډه بيا هم بې نتيجې پای ته ورسېده

۱۳۸۹ بهمن ۱۱, دوشنبه

نن يوازي پردې هوکړه وسوه چي د راتلونکي چهارشنبې په ورځ به وکيلان د ولسي جرګې د کورنيو اصولو د قانون پر يوه ماده بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/QwrY
نن ټوله ورځ پر دې بحثونه وسول چي ايا پخواني نوماند ريسان کولای سي بيا د ولسي جرګې مشرۍ ته ځانونه ونوموي
نن ټوله ورځ پر دې بحثونه وسول چي ايا پخواني نوماند ريسان کولای سي بيا د ولسي جرګې مشرۍ ته ځانونه ونومويانځور: AP

په دغه ماده کي د دوهم ځل لپاره يو وکيل ته حق نه ورکول کيږي چي بيا د ولسي جرګي مشرتابه ته ځان ونوموي.

نن ټوله ورځ پر دې بحثونه وسول چي ايا پخواني نوماند ريسان کولای سي بيا د ولسي جرګې مشرۍ ته ځانونه ونوموي او که دا ځل به نوي څيرې دغي چوکۍ ته دريږي.

خو د تيرو ورځو بحثونو ته په کتو سره بيا هم ډير خلک خوشبينه نه دي چي ګڼي د نن ورځي په پريکړه به د جرګې د مشري ناندريزي مسلې ته د پای ټکی کيښودل سي.

اوس داسي ښکاري چي د افغانستان په ولسي جرګه کي د مشرتابه د ټاکلو مسله له يوه جدي چلنج سره مخ سوې ده او ډيری وکيلان خو ويره لري چي ښايي ولسي جرګه تر څو مياشتو پوري بې ريسه پاته سي.

د راي ورکولو په دوو پړاونو کي اصلي لوبغاړي عبدالرب رسول سياف او يونسي قانوني ول چي، اوس وکيلان وايي دوی نه سي کولای د ولسي جرګې د کورنۍ اصول نامي له مخي ځانونه بيا ونوموي. خو ډيری وکيلان د دغو دوو کانديدان د وړتيا يادونه کوي و وايي چي بيادي دغه دوې څيرې د نويو کسانو په کتار کي ودريږي.

په داسي حال کي چي قانون اوس دغو دوو کسانو ته دا حق نه ورکوي.

په نني غونډه کي د نورو په پرتله لوی توپير دا ووچي ځيني وکيلان يو پر بل دومره غوصه سول چي خبره يې فزيکي ګزارونه ته ورسيده هغه څه چي په تيرو ورځو کي نه وو ليدل سوي.

د ملا سيد محمد په نامه يوه وکيل د بکتاش سياوش په نامه پر بل وکيل فزيکي يرغل وکړ چي د نورو وکيلانو له لوري دغي مسلې ته د پاي ټکی کيښودل سو.

ډيری وکيلان وايي چي قانوني او سياف لا هم په پارلمان ډير اغيز لري او پلويان يي هڅه کوي چي دوی بيرته ولسي جرګې ته د رياست لپاره ودروي.

په احتمالي توګه دغي چوکۍ ته د نويو نوماندانو شميره لس کسه ده.

په دغو کسانو کي د حکومت پلويان او د هغوی سياسي مخالفين ليدل کيږي.

خو ډيری وکيلان بيا د ولسي جرګې د کورنيو اصولو د هغه بند د بدلون پلويان دي چي وايي يو کس نه سي کولای تر دوه واري ډيرد ولسي جرګې مشرتابه ته ځان ونوموي.

اوس، که چيري د چهارشنبې په ورځ په دغه بند کي بدلون راسي نو دې ته به لاره هواره سي چي يونس قانوني او عبدالرب رسول سياف يو ځل بيا د يو شمير نوو څيرو په ډله کي د ولسي جرګې مشرتابه ته ځانونه ونوموي او که چيري د اصول نامي دغه فقره همداسي پاته سي بيا به يوازي نوي څيرې وکولای سي چي دغي څوکۍ ته ځانونه کانديد کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل