1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر کرزي سلاکار په خپل کور کي ووژل سو

۱۳۹۰ تیر ۲۷, دوشنبه

په يوه تازه پيښه کي چي تيره شپه په کابل کي رامنځ ته سوې د افغان ولسمشر حامد کرزي يو نږدې سلاکار جان محمد خان او د هغه مېلمه محمد هاشم وطنوال وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/11xVS
ولسمشر کرزی
ولسمشر کرزیانځور: picture alliance/dpa

د روزګان پخوانی والي جان محمد خان د کابل په زړه کي د څلورمي کارتې په سيمه کي د دوو بريد کونکو له لوري په خپل کور کي په ډزو وويشتل سو.

د پوليسو د اطلاعاتو مطابق چي په دغه بريد کي د جان محمد خان يو مېلمه او د اوسني پارلمان غړی محمد هاشم وطنوال هم وژل سوی دی.

د کابل د پوليسو مشر جنرال ايوب سالنګي دويچه ويله ته وويل چي پيښه تيره شپه شاوخوا اته نيمي بجې هغه مهال رامنځ ته سوه چي دوه په سپکو وسلو او چاوديدونکو واسکټونو سمبال جنګيالو د جان محمد خان پر کور يرغل وکړ او وروسته تر هغه يې د څلور پوړيزي ودانۍ دوهم پوړ ته وختل چيري چي نوموړي له خپل ميلمه هاشم وطنوال سره په بانډار بوخت وو.

د رپوټونو پر اساس، د بريد ګرو له ډلي څخه يو يې له بريد يو ساعت دمخه د جان محمد خان کور ته راغلي وو او په دې پلمه چي د روزګان اوسيدونکی دی او يوه حقوقي دوسيه لري، نو له جان محمد سره يې ليدلي ول.

Jan Mohammad Khan mit Gen. McNeill Flash-Galerie
انځور: DW

ويل کيږي چي بريد کونکي د کور پر حالاتو د ځان تر خبرولو يو ساعت پس له خپل يوه بل ملګري سره د بريد له پاره سيمي ته راغی او مخامخ د جان محمد پر کور ورننوتل.

جان محمد خان د افغانستان د جنوبي ولايت روزګان يو مخور او پر نفوذه شخصيت وو چي يو مهال يي د دغه ولايت د والي په توګه دنده تر سره کوله. خو وروسته بيا ولسمشر کرزي کابل ته را وغوښت او دلته يې د خپل سلاکار په توګه په دنده وګماره.

د پوپلزو د ټبر دغه مشر څو واره د وسله والو ناقانونه ملېشو د ساتلو او مخدره توکو د کاروبار په تور د نړيوالو له لوري هم تورن سوی وو خو هغه هيڅ کله هم و نه منله چي په دغه کار کي ښکېل دی.

د کابل د څلورمي کارتې په سيمه کي د پيښي يوه عيني شاهد او د جان محمد خان ګاونډي حاجي ظاهر دويچه ويله ته وويل چي د جان محمد خان پر کور بريد د شپې پر اته نيمي بجي پيل سو او د سهار تر دريو بجو د بريد کونکو او امنيتي پوليسو تر منځ جګړه روانه وه.

Haus Jan Mohammad Khan
انځور: DW

د ولسمشر کرزي د دفتر مشر عبدالکريم خرم هم پيښه تايدد کړه:

« زه دا تايدوم چي محترم جان محمد خان او د ولسي جرګي غړي هاشم وطنوال غبرګ د جان محمد خان په کور کي وژل سوي او په اړه تر اوسه نور څه نه سم ويلاي».

ويل کيږي چي په دغه بريد کي د جان محمد خان بوډا محافظ محمد يوسف او درې پوليس سرتيري وژل سوي او څلور نور امنيتي کسان ټپيان دي.

ظاهراً د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې. خو دا هم نه رديږي چي ګواکي جان محمد خان دي شخصي بدي هم نه لرله.

کله چي جان محمد خان په ارزګان کي د والي په توګه دنده تر سره کوله، د سيمي ډير ځوانان د هغه د کسانو له لوري له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول کيدل او وروسته به د امريکا ځانګړيو ځواکونو ته حواله کيدل.

Haus Jan Mohammad Khan
انځور: DW

ولسمشر کرزي ته د دغه نږدې مخور زوی ولي محمد نن سهار د خپل کور مخ ته دويچه ويله ته وويل چي دوی له چا سره دښمني نه لرله او دا کار دافغانستان د ښمنانو له لوري تر سره سوی دی.

په تيره يوه نيمه اونۍ کي د جان محمد خان مړينه دوهمه هغه لويه او بږنونکې پيښه ده چي ولسمشر کرزي ته ټکان ورکوي.

تر دې څو ورځي دمخه ولسمشر کرزي په جنوب کي خپل يو بل بازو احمد ولي کرزی له لاسه ورکړ.

احمد ولي کرزی او جان محمد خان د افغانستان د جنوب د امنيت لپاره ډير مهم کسان بلل کيدل. ځکه له يوه لوري دواړه دولسمشر له ټبر څخه ول او له بل لوري جان محمد خان د حامد کرزي له پلار عبدالصمد خان کرزي سره هم پخوانۍ اړيکي لرلې او د کرزيانو کورنۍ ته ډير باوري کس شميرل کيدی.

تر اوسه نده معلومه چي ولسمشر کرزي ته به د جان محمد خان تشه څوک ډکوي خو يوه څه چي د يادولو وړ دي هغه دا دي چي دمګړی په روزګان کي د جان محمد خان وراره عطاالله خان د هغه تشه ډکولای سي.

عطالله خان د يوې ستري امنيتي کمپنۍ مشري پرغاړه لري چي د سلهاوو جنګيالو قوماندان شميرل کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل