1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر غني د سولې پلان تر ردېدو مخکې ځنډ

۱۳۹۶ اسفند ۲۳, چهارشنبه

د چارو کارپوهان وايي چې د سولې د خبرو په هکله د ولسمشر غني وړاندیز ته د طالبانو چوپتیا دا ښيي چې دغه ډله له داسې حکومت سره چې دوی ورته د نامشروع حکومت په سترګه کتل، د خبرو په هکله په داخلي بحثونو بوخته ده.

https://p.dw.com/p/2uHb0
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د ولسمشر غني د سولې تر پلان وروسته طالبانو پر خپله ویبپاڼه «الاماره» باندې یوه اعلامیه او یوه بې آدرسه تبصره خپره کړې چې پکې د امریکايي چارواکو له خوا د «زړور وړاندیز» په توګه ستایل شوي د ولسمشر غني د سولې پر پلان یې سړې اوبه اچولې.

خو د امنیتي چارو کارپوهان وايي چې دغه وړاندیز د افغانستان تر ټولو ستره مخالفه وسله واله ډله یعنې طالبان په یوه داسې حالت کې راگير کړي چې نه پوهیږي له دې حالت څخه څنګه ووځي. د طالبانو له خوا د غني له ادارې سره د خبرو ناڅاپه ردول به افغان او امریکايي ځواکونو ته دا توجیه په لاس ورکړي چې پر طالبانو باندي هوايي بریدونو ته زور ورکړي.

که چیري طالبان د سولې دغه وړاندیز ومني نو په دې صورت کې به دغه ډله خپل اوږدمهاله هغه موقف چې افغان حکومت د امريکا ګوډاګی دی، تر پوښتنې لاندې راولي او په دې توګه به د خپلو جنګیالیو په منځ کې دغه ډله خپل اعتماد له لاسه ورکړي.

Afghanistan Kabul Friedens-Konferenz
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د کړکیچ په نړیوال سازمان کې لوړپوړي تحلیلګر بورهان عثمان د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې: «دغه څه به په سنګرونو کې پرتو جنګیالیو له پاره د منلو نه وي.»

د طالبانو چوپتیا د دې لامل شوې چې د فبروري میاشتې پر ۲۸ نیټه په کابل کې د نړیوال کنفرانس په ترڅ کې د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته څو ځله د دغې ډلې د مستقیم ځواب غوښتنه وشي. په دې پلان کې ولسمشر غني د اوربند غږ او همدا راز يې وويل که طالبان سولي ته غاړه کښېږدي د يوه سیاسي ګوند په توګه به يې وپيژني.

غني: که طالبان سولي ته غاړه کښېږدي د سياسي گوند په توگه منل کيږي

د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې: «دا آسانه پریکړه نه ده. که چیرته دوی [طالبان] دغه وړاندیز رد کړي، دغه کار به حکومت ته لاس بروالی ورکړي.»

په عین وخت کې د سه شنبې په ورځ د طالبانو پر ویبپاڼه باندي یوې بې ادرسه تبصرې یوازې له واشنګټن سره د خبرو له پاره د طالبانو پر چمتووالي ټینګار کړی. دغې تبصرې د غني حکومت ته د «امریکايي یرغلګرو» د یوه «غلام رژیم» اصطلاح کارولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره افغان حکومت نامشروع یاد کړی او د حکومت د سولې لړۍ یې غولوونکې ګڼلې ده. په دې اعلامیه کې طالبانو د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې د جوړیدونکي اسلامي علماوو کنفرانس د تحریم غږ هم کړی. ټاکل شوې دغه کنفرانس د افغانستان د سولې په هکله بحث او خبرې وکړي.

بل لوري ته د طالبانو د مشرتابه شورا یا د کوټې شورا یوه لوړپوړي غړي د دې خبرې پخلی کړی چې دوی د غني د سولې پلان ته په جدي سترګه نه ګوري. نوموړي د نوم د نه بربنډیو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته له امريکا سره د طالبانو د مستقیمو خبرو پخوانۍ غوښتنې ته په اشارې سره ويلي دي چې: «موږ ویلي دي چې موږ به له امریکا سره خبرې وکړو.» خو د طالبانو په منځ کې ټول بیا له دې نظر سره همغږي نه دي.

Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

له طالبانو سره په اړیکه کې یوه غربي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې: «له دوی [طالبانو] څخه ځینې فکر کوي چې دوی خبرې وکړي، ځینې فکر کوي چې دوی باید له افغانانو سره خبرې ونه کړي او بیا ځینې شته چې دوی فکر کوي چې هیڅ خبرې ونه کړي.»

په کندهار کې د طالبانو یوه پخواني قوماندان ویلي دي چې د دوی ځینې جنګیالي ډیر ستړي شوي دي، خو دوی له دې امله نه شي تسلیمیدلی چي د دوی کورنۍ لا هم په پاکستان کې دي. نوموړي وویل چې دوی د خپلو کورنیو په خاطر هغه څه کوي څه چې پاکستان ورته وايي.

له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ او  د دې ډلې مشرانو ته په خپله خاوره کې د پټنځای د برابرولو تور لگول کيږي، دغه تورونه بيا اسلام آباد تل رد کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: