1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د وسلوالو په برید کې اتو پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

د پاکستان پولیس وايي په شمالي وزیرستان کې د پولیسو پر يو سټیشن د ناپيژندانو وسلوالو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور شديد ټپيان شوي دي. دغه بريد د يکشنبې يا اتوار په شپه په لکي مروت سيمه کې شوی دی.

https://p.dw.com/p/4L7Op
د آرشیف انځور - پاکستاني پولیس پيښور
د آرشیف انځور - پاکستاني پولیس پيښورانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad

د نواز خان په نوم د پولیسو یو افسر وويل چې شکمنو وسلوالو دغه برید نيمه شپه کړی چې پکې ېې لاسي بمونه او اتومات وسلې کارولي او په پای کې په تېښته بریالي شوي دي.

خان په همدغه سټیشن کې چې بريد پرې شوی، وويل چې پولیسو د مقاومت پر مهال چې ظاهراً يې مهمات خلاص شوي ول، د مرستندويه ځواکونو غوښتنه وکړه، خو حمله کوونکي د مرستندويه ځواکونو له رسېدو مخکې په تېښته بریالي شول. زياته شوې چې پولیس د بريدکوونکو د موندنې په موخه لټون پيل کړی دی.

پاکستاني طالبانو په نوښار کې د درو پاکستاني پولیسو د وژلو مسئولیت منلی

د اسوشتيد پریس خبري آژانس د رپوټ په حواله، په سملاسي توګه د دغه بريد مسئوليت کوم چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې پر پاکستاني پولیسو د ورته بریدونو مسئولیت، تحريک طالبان پاکستان (TTP) چې په پاکستاني طالبانو هم ياديږي، منلی دی.

تېره میاشت هم د لکي مروت په ضلع يا ولسوالۍ په دادي والا علاقه کې د پولیسو د ګزمې يو موټر د اورپکو پر کمين واوښت چې پکې ۶ پولیس ووژل شول. د دغه کمین مسئوليت پاکستاني طالبانو ومانه.

په کوټه کې ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله اړولې ده

تېره مياشت کوټې ښار ته نژدې د پولیو کارکوونکو پر ساتونکو پولیسو ځانمرګی برید وشو، چې د پولیسو یو افسر او د يوې کورنۍ درې غړي چې د پېښې له ځایه په یوه موټر کې تېريدل، پکې ووژل شول. په دغه برید کې ۲۳ کسان ټپیان هم شول. پاکستاني طالبانو تېره میاشت له حکومت سره د اوربند د پای اعلان وکړ او تر هغه وروسته يې بريدونو ته زور ورکړی دی.

پيښور: د لاسې بم په حمله کې يو پاکستانی پولیس ووژل او څلور کسان ټپيان شوي

اسلام آباد وايي چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې خپل بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیموي، خو په افغانستان کې واکمن طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هیواد خلاف ونه کارول شي.

 mks/mns/(AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب