1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وزیرستان د پيښې په تړاو پي ټي ام سخت احتجاج کړی

۱۳۹۸ خرداد ۶, دوشنبه

پښتون ژغورنې غورځنګ په ټول پاکستان کې د شمالي وزیرستان د پيښې پر ضد د احتجاجونو اعلان کړی دی. په عین وخت کې د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په دې تړاو د پارلماني کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3JBrk
Pakistan Manzoor Pashteen
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د بویا په سیمه کې چیرې چې د یکشنبې په ورځ «د پاکستان د پوځ پر پوسته باندې د یوې ډلې له لوري برید شوی وو» نور پنځه جسدونه موندل شوي چې په مرمیو سوري دي. د پوځ په بیانه کې ویل شوي چې دغه جسدونه د خړ کمر پوستې څخه یو نیم کیلومتر وړاندې په یوه ویاله کې د ګزمې پر مهال موندل شوي او د هویت پیژندلو چارې یې روانې دي.

خو په اعلامیه کې په دې هکله هیڅ څه نه دي ویل شوي چې آیا دغه جسدونه د تیرې ورځې له پيښې سره تړاو لري که نه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او د پارلمان غړي محسن داوړ او علي وزیر د یکشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې په یوې احتجاجي غونډې کې د ګډون له پاره روان وو چې دغه پيښه رامنځ ته شوه. د پاکستان پوځ ویلي وو: «په ځوابي ډزو کې، درو کسانو چې پر پوستې یې برید کړی وو خپل ژوند له لاسه ورکړ، او لس تنه نور ټپیان شول.» پوځ د علي وزیر او نورو اتو کسانو د نیول کیدو خبره تائیدوي او وایې چې محسن داوړ، پټ دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (پي ټي ام) د پوځ له لوري دغه تورونه په کله رد کړي دي چې ګنې د دوی له خوا پر پوسته ډزې شوي دي. د دغه غورځنګ مشر منظور پشتین تیره ورځ په خپلو څرګندونو کې چې پر فیسبوک په ژوندۍ بڼه خپریدې وویل چې د پوستې تر تالاشۍ او تیریدو وروسته د پوځ له خوا پر خلکو ډزې شوي دي. هغه ویل چې پر ځینو رسنیو په یوه اړخیز ډول د دوی پر ضد پروپاګنډ کیږي. د منظور پشتین په خبره د دوی غورځنګ پرامنه دی او د اساسي قانون په چوکاټ کې به خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.

منظور پښتین د پيښې په تړاو په خپلو ویډیويي څرګندونو کې ویلي دي: »د محسن دواړ په غاړه کې د ګلونو هار وو، نو آیا پر پوستې باندې د برید له پاره هغه د ګلونو هار په غاړه کړی وو. له هغوی سره مرمۍ نه وې ګلان وو.« د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې پيښه کې تر ۳۰ زیات کسان ټپیان دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د خپل ټویټر په پیغام کې ویلي دي چې دغه پيښه به د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو او امنیتي ادارو تر منځ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړې او د قبایلي سیمو د اوسیدونکو او دولت تر منځ به د دوامداره واټن سبب شي: «اچ آر سي پي غوښتنه کوي چې د پارلمان غړی علي وزیر او نور بندیان آزاد کړل شي. پر دې سربیره د پيښې د څیړولو او حقایقو د موندلو له پاره دې ژر یوه پارلماني کمېټه جوړه شي.»

تیره ورځ د دغې پيښې د رامنځ ته کیدو وروسته پوځ په سیمه کې ګرځبندیز هم لګولی دی او په سیمه کې هر ډول مخابراتي خدمات هم کار نه کوي.

تیره شپه د دغه پيښې په غبرګون کې د خیبر پښتونخوا ایالت او همدشان په کویټه کې هم خلکو احتجاجونه وکړل. د دوشنبې ورځې له پاره هم په پاکستان کې احتجاجونه اعلان شوي دي.

د وزیرستان د پيښې پر ضد په پيښور کې مدافع وکیلانو هم د یوې ورځې له پاره د اعتصاب اعلان کړی دی او محکمو ته به نه حاضریږي.