1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وریښمو لار؛ په نړیواله کچه د چین د نفوذ د پراختیا وسیله

۱۳۹۷ شهریور ۱۰, شنبه

پاکستان، سریلانکا، قزاقستان، لاوس، پولنډ او نږدې ۷۰ نور هیوادونه د چین د «وریښمو لارې» په پروژه کې وصل شوي. د چین په دغه ستره اقتصادي پروژه کې سړکونه، اورګاډي او بندرونه رغول کیږي او یا له وړاندې نه جوړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/348v4
China Seidenstraße London-Jiwu
انځور: Getty Images/AFP/I. Infantes

د «وریښمو نوې لاره» د چین د بهرني سیاست هسته جوړوي او د دغه هیواد یوه له مهمو اقتصادي او جیوپولتیکو پروژو څخه شمیرل کیږي. په دې توګه چین غواړي چې د آسیا، افریقا او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ یوه نوۍ شبکه جوړه او د دې پروژې د بریا له پاره په ګڼ شمیر هیوادونو کې پانګونه وکړي. خو تر هرڅه وړاندې، دغه ارمان ته د رسیدو له پاره چین اړ دی چې ګڼ شمیر ستونزې له مخې لیرې کړي.

د وریښمو لار د دې سیمې د تاریخ یوه برخه ده او اوسمهال د دې سیمې راتلونکی پر دغې لارې پورې تړلی دی. د چین په غرب کې د دنهاونګ ښار په شپني بازار کې سوداګر هیله مند دي چې د وریښمو پخوانۍ لار یو ځل بیا فعاله او په کار پیل وکړي. له نن څخه نږدې ۲۰۰۰ کاله وړاندې د اوښانو کاروان به له چین څخه سفر کاوه او سوداګریز توکي به یې د اروپا بازارنونه ته رسول.

په تیرو وختونو کې د چین دنهوانګ ښار د آسیا یو له بډایه ښارونو څخه شمیرل کیدو؛ خو له هغه وخت راهیسې چې له دې هیواد څخه د سوداګریزو توکو د انتقال له پاره د سمندر لارې پرانیستل شوي، دغه ښار هم د وریښمو د لارې په څیر له ځلیدو پاتې دی او په یوه هیر شوي ښار بدل شوی. خو بیا هم نن ورځ یو شمیر سیلانیان د چین له دغه تاریخي ښاره لیدنه کوي.

Seidenstraße China Kamele Reise Dunhuang Wüste
انځور: picture alliance/dpa

دینګ شینهوا د وچو میوو یو سوداګر دی چې د دونهاوګ په بازار کې وچې میوې پلوري. هغه وايي چې د «وریښمو نوې لار» به یو ځل بیا دغه ښار ته د خلکو او نړیوالو پام واړوي. هغه وايي: «موږ د وریښمو له نوې لارې ډیرې تمې لرو. په کلني ډول به لا ډیر سیلانیان دغه ښار ته راشي او دا یوازې پیل دی. موږ لا له وړاندې څخه د خپلو بازارونو د غوړیدو په هکله خوښ یو. زه لس کاله کیږي چې دلته بوخت یم، خو تر دې پخوا هیڅکله هم په دې اندازه خوشبین نه وم.»

د وریښمو د نوې لارې په مسیر کې ګڼ شمیر ښارونه او ځایونه پراته دي، خو دغه سترې اقتصادي پروژې د چین له پولو بهر نورو سیمو ته سترګې اړولي دي. تر اوسه پورې د نړۍ کابو ۷۰ بیلابیلو هیوادونو د چین د وریښمو لارې د پروژې پرمټ لا له وړاندې نه یو له بل سره وصل شوي دي. په دې ډله کې کولی شو د پاکستان، سریلانکا، قرغیزستان، لاوس او په اروپا کې د پولنډ نومونه ذکر کړو. په دې هیوادونو کې بندرونه، سړکونه او د اورګاډو لیکې یا له وړاندې نه رغول شوي او یا د رغول کیدو په درشل کې دي. سربیره پر دې، د بریښنا د تولید بټۍ او د انرژي د لیږد پایپ لاینونه او هوايي ډګرونه هم رغول کیږي.

China Seidenstraße London-Jiwu
انځور: Reuters/T. Peter

په پیګنک کې د «سینګهوا» په نامه له پوهنتون څخه د اقتصادي چارو کارپوه شونینګ، وايي چې د «وریښمو نوې لار» د چین د بهرني سیاست هسته جوړوي. هغه وايي: «دغه پروژه درې بیلابیل اړخونه لري. لومړی د اقتصاد او سوداګرۍ برخه ده؛ له همدې کبله هغه هیوادونه چې د وریښمو لارې په مسیر کې پراته دي، په دې هیوادونو کې به ډیره پانګونه وشي. دوهمه مسئله د بنسټونو ده. ګڼ شمیر هیوادونه شته چې د خپلو بنسټونو د رغولو غوښتونکي دي  خو دوی د دې کار له پاره [مالي] سرچیني او متخصص کسان نه لري او چین بیا د بنسټونو یا زیربناوو د جوړولو په برخه کې متخصصین لري. دریم ټکی دا دی چې چین په دې پروژه کې ستراتیژیک او جیوپولیتیکې ګټې لري. چین غواړي چې د وريښمو د نوې لارې پرمټ د نړیوالې سوداګرۍ څیره بدله کړي. د وریښمو نوې لار، په نړیواله کچه د چین د نفوذ یوه وسیله ده.»

د چین پراخه مالي پانګونه؟

په عین حال کې ویل کیږي چې چین غواړي پر دغې سترې اقتصادي پروژې له ۹۰۰ میلیارده د ډیرو ډالرو پانګونه وکړي؛ خو د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي چې په دې برخه کې پانګونه به له دې ډیره زیاته وي. په برلین کې د «مریکس» په نامه د چین د مطالعاتو مرکز وايي چې چین تراوسه پورې د وریښمو د لارې له پاره له ۱۰۰۰ د ډیرو پروژو د عملي کولو خبره کړې ده.

China Wirtschaftskorridore DE

بل لوري ته سیاسي انتقاد کوونکی او تاریخ پوه ژانګ لیفان بیا د ډیرې پانګونې پرمټ د چین له نړیوال کیدو ویره لري. هغه وايي: «د چین د وریښمو لارې د نوې پروژې هدف دا دی چې دغه هیواد غواړي نړیوال نظم د چین د خلکو جمهوریت له تقاضاوو سره برابر کړي. چین غواړي چې د خپلو امکاناتو او حل لارو په واسطه نړۍ باسعادته کړي. د چین ولسمشر شي جینګ پینګ په دې برخه کې ان د انسانانو د تقدیر او سرنوشت خبره کړې خو دا یوازې د چین موخې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري یوې څیړنې ښوولې چې د «وریښمو د نوې لارې» نږدې ۹۰ سلنه قراردادونه چینايي شرکتونه عملي کوي. څیړنه وايي چې له دې لارې تر نورو ډیر د [چین] د رغونې، فولادو او ترانسپورت شرکتونه ګټه پورته کوي. په دې پروژه کې د نړیوالو شرکتونو حضور بحثونه او جنجالونه له ځانه سره لري.»

د نړۍ په نورو هیوادونو کې د چین پراخه پانګونه په خپله دغه هیواد ته ډیرې ګټې لري، ځکه چې پیکینګ دغو هیوادونو ته پور ورکوي او له دې لارې هغوی پر خپل ځان متکي کوي او بیا وروسته ورباندې خپل نفوذ پراخوي.