1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د واشنګتن، اسلام آباد او کابل خبری اتری

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

افغانستان او پاکستان ته د واشنګتن نوي ځانګړي استازي، مارک ګروسمن په اسلام اباد کي د پاکستان او افغانستان له استازو سره وليدل او وويل چي د اسامه بن لادن له وژلو وروسته د افغانستان د سولي خبرو اترو لپاره لاره ښه اواره شوه

https://p.dw.com/p/118M4
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی مارک ګروس من
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی مارک ګروس منانځور: picture alliance/dpa/dpaweb

افغان، پاکستاني او امريکايي چارواکو د سه شنبه په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي سيمو د امنيتي چارو په باب په اسلام آباد کي د القاعدي د شبکي مشر، اسامه بن لادن، د مړيني څخه يو ورځ وروسته خبر اتري وکړي.

په هغي غونډي کي چي په همدي باب جوړه شوي وه، پاکستان او افغانستان ته د امريکا ځانگړي استازي، مارک گروسمن؛ په بهرنيو چاروکي د پاکستان د دولت وزير، سلمان بشير او د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جاويد لودين برخه اخيستي وه.

په يوي خبري ناسته کي چي د پاکستان په پلازميني، اسلام آباد، کي جوړه شوي وه، افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانگړي استازي وويل چي په پاکستان کي د القاعدي د شبکي مشر، اسامه بن لادن، وژنه د دري واړو هيوادونو په گټه ده ځکه چي اسامه د سيمي د سولي او امنيت په وړاندي يو گواښ وه. ده همداراز وويل: «مونږ غواړو چي اوس په افغانستان کي د طالبانو سره په خبرو اترو کي د لا ډيري ديپلوماسي څخه کار واخلو.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، سليمان بشير، هم وويل چي د ده هيواد به د نړيوالي تولني سره په افغانستان کي د سولي د راوستلو په موخه خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

د دري هيوادونو دغه غونډه په داسي حال کي جوړيږي چي دي ته ورته د يوي غونډي جوړيدل پنځه اوني مخکي فسخ شوي وه.

د پاکستان پوځي اکادمي ته نژدي د اسامه بن لادن د هستوګني تثبيت د پاکستان حکومت د هيواد له دنني او بهر خخه تر فشار لاندي راغلي راوستي تر څو هغو پوښتنو ته ځواب ووايي چي ولي لا داسي يو هستوګني څخه بي خبره پاتي شوي. نړيواله ټولنه اوس پر اسلام اباد شک کوي چي د ترويزم ضد جګړه کي دي له رښتيوالي څخه کار اخيستي وي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د هند صدراعظم مان موهن سنګ له دغي پيښظي څخه په استفادي سره غواړي چي پر باکستان نړيوال فشار زيات کړي. هغوي وايي: « اوس معلومه شوه چي پاکستان ترهګرو ته ځاي ورکړي دي.»

د اسامه بن لادن مړيني او په اوبو کي د ده د جسد ډوبول ډيري پوښتني رامنځ ته کړي. کله چي د گروسمن څخه په دي اړه وپوښتل شو چي ايا وژل شوي کس د القاعدي مشر، اسامه بن لادن وه او که نه؟ هغه په ځواب کي وويل: «زه نه شم کولي چي د هري دسيسي ځواب ورکړم. اسامه بن لادن لکه څنگه چي ولسمشر اوباما وويل په پاکستان کي ووژل شو.»

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم