د هوا د ککړتيا پرضد مبارزه کې پر ډېزلي موټرو بنديز
لوګی، هغه ستونزه ده چې د نړۍ د ډیرو هیوادونو ښارونه ورسره مخامخ دي او پر ضد یې د مبارزې هڅه کیږي. له بیلا بیلو لارو هڅه کيږي چې له موټرو لاس واخیستل شي. هدف دا دی چې په ښارونو کې د موټرو شمیر راکم کړل شي.
د موټرو ډیر ازدهام - د هوا لا ککړیدل
نه یوازي د آلمان په ښارونو، لکه په دغه انځور کې چې شتوتګارت ښار ښکاري، ککړه هوا یوه ستونزه ده، بلکې د نړۍ په ډیرو ښارونو کې د هغه پر ضد د مبارزې هڅه کیږي. په آلمان کې اوس قضا پریکړه وکړه چې په ښارونو کې پر ډیزلي موټر بندیز امکان لري.
په اوسلو کې پر ډیزلي موټر بند اوس یو حقیقت دی
د ناورې په پلازمینه اوسلو کې هغه وخت پر ډیزلي موټرو بندیز نافذیږي چې د مضره ګازونو اندازه تر ټاکلي حد واوړي. د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ په ۱۷نیټه دغه قانون په اوسلو کې په اول وار نافذ شو. خو له دغه قانون څخه امبولانس او نور عامه ترانسپورت استثنا دي چې ډیزلي وي. له ۲۰۱۹م کال څخه د ښار دننه د تمځایونو په کمولو سره باید د موټرو شمیر راکم کړی شي.
په پاریس کې هم پر ډیزلي موټرو بندیز لګول کیږي
له ۲۰۲۴م کال وروسته به په پاریس کې ډیزلي موټر د ګرځیدو اجازه و نه لري او تر ۲۰۳۰م کاله پورې دغه څه د پترولي موټرو په هکله هم صدق کوي. اوس هم په دغه ښار کې پر هغو موټرو له دوشنبې ورځي راهيسي تر جمعې ورځې بندیز دی چې تر۱۹۹۷م کال دمخه جوړ شوي دي. پر دې سربیره پاریس پر یو شمیر نورو اقداماتو غور کوي.
لندن کې موټر چلونکي باید مالیه ورکړي
هغه څوک چې غواړي لندن ته له موټر سره ننوځي، باید مالیه ورکړي. په ښار کې د یوې ورځې له پاره د ګرځیدو مالیه ۱۰ پونډه ده. له ۲۰۰۳م کال راهیسې لندن د ترافیک د بندښت مالیه لوړه کړې ده. لندن ته د ننوتونکو لارو په اوږدو کې د موټرو نمبر پلیټونه په الیکترونیکي ډول څارل کیږي. هغه څوک چې مالیه ور نه کړي آن ښایي تر۲۴۰ پونډه جریمه شي.
کوپنهاګن - د نړۍ بایسکل دوسته ښار
د کوپنهاګن ښاروال فرانک ینزن غواړي چې په ۲۰۱۹م کال کې د ډیزلي موټرو نوی راجستر بند کړي. لا اوس هم د دنمارک په دغه پلازمېنه کې پر شا او خوا ۳۰۰ کیلومترو سړکونو بایسکلونه د ګرځیدو اجازه لري. بایسکلونه باید د موټرو په پرتله ساده، راحته او آرزانه اوسي. د کوپنهاګن کابو نیمایي اوسیدونکو پر بایسکلونو کارونو ته ځي.
په مادرید کې پلي لاري مخ پر ډیریدو دي
د رایل تیاتر، په څیر باید ژر د ښار نوري برخې هم له موټرو خالي ولیدل شي. د هسپانيا د پلازمینې کابو ټول ښار به په راتلونکو پنځو کلونو کې په پلي لارو واوړي. مادرید د لوګې پر وړاندي مبارزه کوي، ځکه چې له دغه ښار غرونه راتاو دي او ککړه هوا په ښار کې همداسې پاتې وي.
هلسینکي، د ترانسپورت په برخه کې د عصري کیدو پر لور
په پام کې ده چې د فنلند په پلازمېنه هلسینکي کې د عامه ترانسپورت استعمال لا پسې ساده کړی شي. په راتلونکو لسونو کلونو کې د «تقاضا پر بنسټ تحرک» سیستم رامنځ ته کړای شي. په دې ترتیب به ټول عامه ترانسپورت له یوه اپلیکیشن سره تړلی وي. دا سیستم باید دومره ښه وي چې د شخصي موټرو استعمال به دومره د ارزښت وړ نه وي.
په هند کط برقي ریکشا
همدا څه موده مخکي نوی ډهلی په لوګیو کې ډوب وو. په دغه ښار کې د مضره ګازونو حد زیاتره وخت له ټاکلې اندازې اوړي. په پام کې ده چې د برقي ریکشا ګانو پیل به په دغه برخه کې مرسته وکړي. تر ۲۰۳۰م کاله پوري به ټول نوي موټر برقي وي او په دې سره به د هغو موټرو ځای ونیسي چې په تیلو چلیږي او زیات مضره ګازونه افرازوي.