1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان سینما وتلی ستوری قادر خان ومړ

۱۳۹۷ دی ۱۱, سه‌شنبه

د هندوستان د سینما وتلې څیره قادر خان تر اوږدې ناروغۍ وروسته د سې شنبې په ورځ د ۸۱ کلنۍ په عمر په کاناډا کې ومړ. د قادر خان زوی سرفراز خان د خپل پلار د مرګ د پخلي ترڅنګ ویلي چې جنازه به یې په کاناډا کې وشي.

https://p.dw.com/p/3AqTX
Indian Kader Khan
انځور: Getty Images/AFP/STRDEL

په کابل کې زیږیدلی او د هندوستان د سینما وتلې څیره قادر خان تر اوږدې ناروغۍ وروسته په کاناډا کې ومړ. د نوموړي د مرګ په هکله تر دې څو ورځې مخکې هم خبرونه خپاره شول، خو د هغه زوی سرفراز خان دا ځل د خپل پلار د مرګ پخلی کړی او ویلي یې دي چې د پلار جنازه به یې په کاناډا کې وشي چیرته چې اوسمهال د دوی کورنۍ میشته ده.

د ام اس اسن رسنۍ د رپوټ په حواله، قادر خان د ۱۹۳۷م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۲ نیټه په کابل کې د عبدالرحمن خان او اقبال بیګم په کور کې زیږیدلی وو. نوموړي د هندوستان په ممبي ښار کې زده کړې کړي او په انجنیري کې یې د ماسترۍ دپلوم ترلاسه کړی وو.

د هندوستان ټایمز هندي ورځپاڼې ليکلي دي چې سرفراز خان د خپل پلار د مرګ په هکله ویلي: «زما پلار موږ پریښودو. هغه د دسمبر میاشتې پر ۳۱ نیټه تر اوږدې ناروغۍ وروسته د کاناډا پر وخت پر شپږو بجو ومړ. هغه ماسپښین مهال کوما ته ولاړ او له ۱۶ اونیو راهیسې په روغتون کې وو.» د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د قادر خان د زوی په حواله لیکلي دي چې د پلار جنازه به یې په کاناډا کې وي، ځکه د دوی ټوله کورنۍ هلته میشته ده.

د هندوستان د سینما بل وتلي ستوري او د قادر خان د وخت فلمي اداکار امیتابچن هم د قادر خان د مرګ په هکله خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي په خپل ټویټر کې په دې هکله لیکلي دي: «قادر خان ومړ.. خفه کوونکی خبر..زما دعاګانې او ژور خفګان له دوی سره دی. [هغه] د سټیج پر سر ډیر غوره هنرمند وو، په فلمونو کې ډیر رسیدلی او با حوصلې شخص وو. هغه زما د ډيرو بریالیو فلمونو یو وتلی لیکوال وو. له هغه سره وخت تیرول له خوښیو ډک وو. هغه په ریاضیاتو کې هم ښه پوهه درلوده.

قادر خان له نن څخه ۸۱ کاله وړاندې په کابل کې زیږیدلی وو او په ۱۹۷۳م کال کې یې په اول وار د راجش کهانا په فلم داغ کې کار وکړ. نوموړې په خپل ژوند کې تر۳۰۰ په ډیرو فلمونو کې کار کړی وو. د دې ترڅنګ هغه تر۲۵۰ ډیرو فلمونو ته ډیالوګونه لیکلي دي. د دې ترڅنګ قادر خان د هندوستان سینما د ۷۰، ۸۰ او ۹۰ لسیزې له هنرمندانو سره په فلمونو کې کار کړی دی.