1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د هندوستان دوو جنګي جیت الوتکو ټکر کړی؛ يو پيلوټ مړ دی

۱۴۰۱ بهمن ۸, شنبه

د هندوستان د پوځ دوو جنګي جیت الوتکو د شنبې په ورځ ظاهراً په هوا کې له یو بل سره د لګيدو له کبله ټکر کړی دی. چارواکي وايي په دواړو الوتکو کې د درو پيلوټانو له ډلې یو ېې مړ شوی او د پېښې د علت په اړه تحقیات ادامه لري.

https://p.dw.com/p/4MoyV
د ۲۰۲۳م کال د جنوري په ۲۸مه د هندوستان د پوځ د دوو جنګي جیت ټکر شوو الوتکو په پيښه کې د ېوې غورځيدلې الوتکې انځور
د ۲۰۲۳م کال د جنوري په ۲۸مه د هندوستان د پوځ د دوو جنګي جیت ټکر شوو الوتکو په پيښه کې د ېوې غورځيدلې الوتکې انځورانځور: ANI via REUTERS

د هندوستان د هوايي ځواک له خوا په یوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي: «دغه الوتکې د معمولو عملیاتي پروازونو په روزنیز ماموریت کې وې. له درو ښکيلو پيلوټانو له ډلې ېو ېې مړ شوی دی. د پيښې د علت موندلو په هکله تحقیقات پيل شوي دي«.

د فرانسې خبري آژانس په حواله دواړو الوتکو د شنبې ورځې په سهار له ګوالیور هوايي اډې څخه چې د پېښې له ځايه ختيځ لور ته په شاوخوا ۵۰ کيلومتره کې موقعیت لري، پرواز کړې وو.

هندوستان الوتکې لېږدونکې جنګي بيړۍ جوړه کړې

د ځايي حکومت یوه چارواکي دهرمندر ګاور د پېښې په ځای کې وويل: «موږ د ېوې تخریب شوې الوتکې په موقعیت کې یو او په پهاړګر ځنګله کې مو یو ټپي پيلوټ پيدا کړی.» چارواکو په سر کې ويلي چې یوه الوتکه په مدیا پردیش او بله په ګاونډي ایالت راجستان کې غورځيدلې ده.

سیمیزې خپرندوېې، هندوستان ټایمز، رپوټ ورکړی چې د هند هوايي ځواک د دغو الوتکو په اړه چې آيا په هوا کې له يو بل سره د لګيدو له کبله ټکر شوي یا څنګه، تحقیقات پيل کړي.

هند د بی پیلوټه الوتکو د بیړنۍ خریدارۍ پریکړه کړې

د رپوټ پر اساس، په سو-۳۰ جنګي جیت الوتکه کې دوه پيلوټان لیږدول کيدل په داسې حال کې چې میراژ جيت بيا د پرواز پر وخت یو پيلوټ درلود.

هندي چارواکو ویلي دي چې یوه الوتکه په مدیا پردیش او بله په ګاونډي ایالت راجستان کې غورځيدلې ده
هندي چارواکو ویلي دي چې یوه الوتکه په مدیا پردیش او بله په ګاونډي ایالت راجستان کې غورځيدلې دهانځور: ANI via REUTERS

د هندوستان مدهیه پردیش وزیر اعلی، شيوراج سینګ چوهان پر ټويټر ليکلي دي: «ما سیمیزې ادارې ته امر کړی چې له هوايي ځواکونو سره د ژغورنې په کار ورسره چټکه همکاري وکړي.»

دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځ ته شوې چې د پولیسو په وینا د پلازمېنې نوي ډيلي سويل ته په شاوخوا ۳۰۰ کیلومترۍ کې تمرینات ترسره کېدل. د هندوستان هوايي ځواک ويلي دي چې په پيښه کې يو پيلوټ وژل شوی دی.

د هندوستان په شمال ختیځ کې د پوځ ۱۶ عسکر مړه شوي دي

د هندوستان هوايي ځواک د الوتکو له دا ډول پېښو سره راګير دی او د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د جنوري ۲۸مه) د دغو دوو الوتکو ټکر ېې وروستۍ پېښه ده. په تير اکتوبر میاشت کې د هندوستان د هوايي ځواک یوه چورلکه په آروناچال پردیش ایالت کې راوغورځيده چې پکې د پوځ ۵ سرتيري ووژل شول. دغه الوتکه چين سره پوځي او جنجالي سرحد ته نژدې سیمه کې راغورځېدلې وه. د دغې چورلکې تر لويدو یوه اوونۍ مخکې هم هلته یوه چيتا ډوله چورلکې سقوط کړی وو چې پيلوټ ېې مړ شوی وو. د ۲۰۲۱م کال په دسمبر کې د روسېې ساخت Mi-17 څرخي الوتکې سقوط وکړ چې پکې د هندوستان د پوځ د مشر، جنرال بيپين راوات په ګډون ۱۳ تنه په کې مړه شول.

د هند د لوې درستیز چورلکه غورځيدلې؛ ۴ کسان مړه دي

په همدې دلیل د نریندا مودي حکومت د هندوستان د زاړه سیستم درلودونکي پوځ له فوري بيا کتنې او ارزونې سره لاس او ګریوان دي.

(AFP/Reuters)mks/akh

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل