1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په سپوږمکۍ کي افغانستان هم برخه وال دی

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۶, شنبه

هندوستان د جمعې په ورځ دې سپوږمکۍ پر ازموینې او فضا ته په لیږلو کابو ۷۵ میلیونه ډالر پانګونه کړې. د هندوستان لومړي وزیر، دغه سپوږمکې د سارک غړو هیوادونه ته د تحفې په توګه وړاندې کړی ده.

https://p.dw.com/p/2cWKv
Indien Raketenstart Südasien-Satellit
انځور: ISRO

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي: «فضا ته په بریالیتوب سره د جنوبي آسیا د سپوږمکۍ استول یو تاریخي پیښه ده او وايي چې په دې سره به د [جنوبي آسیا د هیوادونو ترمنځ] د اړیکو یو بل باب پرانیستل شي.» د هندوستان لومړي وزیر همدا راز ویلي دي چې دا [سپوږمکۍ] به د جنوبي آسیا د هیوادونو او زموږ د سیمې د پرمختګ له پاره ډیر ګټور تمام شي.

کارپوهان وايي چې د هندوستان له خوا د سپوږمکۍ په توغولو سره دغه هیواد غواړي چې د سیمې په هیوادونو باندې د چین د واک تله برابره او اغیز یې کم کړي. چین او هندوستان تر اوسه پورې په مستقیمه توګه فضايي رقابتونه نه لري خو دواړو هیوادونو د فضايي پروګرامونو د پرمختګ له پاره د لا ډیرې بودیجې د مصرف تعهد ښوولی دی.

دغه سپوږمکۍ چې د GSAT-9  په نامه یادیږي د هندوستان له جنوب شرقي سیمې څخه فضا ته توغول شوې چې بیا له ۲۰ دقیقو وروسته دغه ۲.۲ ټنه سپوږمکۍ په خپل مدار کې ځای پر ځای شوې ده. د سارک سازمان د غړو هیوادونو له ډلې څخه اوه هیوادونه به په ګډه له دې سپوږمکۍ ګټه اخلي. د دې هیوادونو په ډله کې هندوستان، سریلانکا، مالدیف، افغانستان، نیپال، بنګلدیشن او بوټان هیوادونه شامل دي. د هندوستان ګاونډې او رقيب هیواد پاکستان له دې ګډې پروژې په شا شوی او و ايي چې دوی د خپل فضايي پروګرارم پر چارو بوخت دي.

دغه ګډه پروژه په داسې حال کې پلي کیږي چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ډیرې خرابې شوي دي. هندوستان په پاکستاني پوځ تور پورې کړی چې د هندوستان دوه سرتیري یې د کشمیر په جنجالي سیمه کې وژلي او د مړو بې حرمتي یې کړې. اسلام آباد بیا دغه تورونه رد کړي دي.

دغه سپوږمکۍ چې د هندوستان د فضا د څیړنیز مرکز لخوا جوړه شوې، د سیمې د هیوادونو ترمنځ به د مخابراتو او تلویزیونې خدماتو په برخه کې پرمختګ رامنځ ته کړي. له دې سپوږمکۍ به همدا راز د طبیعي زیرمو د نقشې، زده کړې، د تلفوني روغتیايي خدمتونو، د هوا پیژندنې، او د افاتو د مدیریت په برخه کې هم ګټه واخیستل شي.

د سیمې هر هیواد ته به د د دې سټلایت یو ترانسپونډر یا د امواجو لیږدونکي په اختیار کې ورکړل شي. هندوستان همدا راز ویلي دي چې دوی به له دې هیوادونو سره د ځمکې پر سر د اړوندو بنسټونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي. د دغه ستلایت عمر ۱۲ کاله ښوول شوی دی.

د سارک د سازمان د غړو هیوادونو مشرانو د دې سپوږمکۍ د توغولو د پرانیستې په مراسمو کې په یوه ویډیو کنفرانس کې ګډون کړی او د سپوږمکۍ بریا یې په ګډه ستایلې ده.

په ورته وخت کې له ارګ څخه په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني د هندوستان لخوا د سپوږمکۍ د توغولو په مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې او دا کار یې د سیمې د پرمختګ له پاره یو مهم ګام بللی دی. اعلامیه وایي چې د سیمې هیوادونه به له دې سپوږمکۍ د الکترونیکي حکومتولۍ، بانکداري، مخابراتي خدمتونو د پرمختګ او د تلویزون په برخه کې ترې کار واخلي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.04.2015):