1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند د لوې درستیز چورلکه غورځيدلې؛ ۴ کسان مړه دي

۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبه

د هندوستان د پوځ يوه چورلکه چې د دغه هېواد د لوې درستیز جنرال بپن راوت هم په کې سپور وو، غورځيدلې ده. پيښه د چهارشنبې په ورځ د هندوستان په سويل کې شوې چې د چارواکو په وينا ۴ کسان پکې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/43z9X
General Bipin Rawat
انځور: Alexey Kudenko/Sputnik/dpa/picture alliance

رويټرز خبري آژانس د چارواکو له قولي خبر ورکوي چې د پېښې په تړاو پلټنې رواني تر څو وکتل شي چې آیا جنرال بپن راوت هم د وژل شوو کسانو په ډله کې دی او که نه.

دوو پوځي سرچينو ويلي دي چې دوی هڅه کوي چې د جنرال راوت په هکله د معلوماتو لټون چټک کړي. دوی ويلي دي چې دغه پوځي چورلکه د کونور په نوم ښارکوټي ته نژدې غورځيدلې ده.

له دغو دوو پوځي منابعو څخه يوه يې رويټرز ته وويل: «موږ تر اوسه نه پوهیږو.» دغو دواړو منابعو د نومونو له ښودلو ډډه کړې ده. دوو نورو حکومتي چارواکو بیا ويلي دي چې په پيښه کې څلور کسان وژل شوي دي.

زیاته شوې ده چې جنرال بپن راوت د هندوستان په سولور سیمه کې د هندوستان د هوايي ځواک اړوند يوه مرکز څخه د هندوستان تامل نادو ایالت کې یوه پوځي کالج ته سفر کاوه. هغه غوښتل هلته يوه وینا وکړي.

راوت د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې د صدراعظم نریندرا مودي له خوا د هندوستان د لومړني لوی درستيز په توګه وګمارل شو. دغه پوځي مقام د هندوستان د درو ځواکونو، پوځ، سمندري ځواک او هوايي ځواک د ادغام په موخه رامنځ ته شوی دی.

د هندوستان هوايي ځواک ويلي دي چې جنرال راوټ په یوه (Mi-17V5) ډوله روسۍ چورلکه کې سفر کاوه. هندوستان د روسيې ساخت له دغه ماډل چورلکو څخه ډيرې لري چې تر ډيره د هندوستان د لوړ پوړو پوځيانو او دغه راز د وزیرانو له خوا پوځي سیمو ته د ورتلو پر وخت کارول کیږي.

د هندوستان د پوځ پخواني مشر د دغو چورلکو په اړه وويل: «دا خوندي او امن چورلکې دي چې ما په کې په سختو شرایطو کې سفرونه کړي دي.»

د رويټرز د همکار آژانس ANI او د ځايي رسنیو له خوا په خپره شوې ويډیو کې ژغورونکې ډله ښودل کیږي چې په يوه ځنګلي سیمه کې د غورځيدلې چورلکې پر ټوټو باندې کار کوي.

د هندوستان هوايي ځواک پر ټويټر ليکلی دي چې د پيښې د رامنځ ته کیدو د علت په اړه د تحقیقاتو امر شوی دی.