1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د هند تر برید وروسته پاکستان بیړنۍ غونډه رابللې

۱۳۹۷ اسفند ۷, سه‌شنبه

د کشمیر په لانجمنه سیمه کې وضعیت ترینګلی شوی دی. هندي جېټ الوتکو د پاکستان اړخ ته شکمن ترهګر مرکزونه په نخښه کړي دي. خو پاکستان وایي چې د «هند دغه ادعا په کله ردوي.»

https://p.dw.com/p/3E6bW
Indien Unnao Kampfflugzeug SU-30 MKI landet bei einer Militärübung
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/P. Kumar Verma

د هند د حکومت د معلوماتو له مخې یو شمیر جېټ الوتکې د پاکستان فضایي حریم ته ورننوتي او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یي اهداف په نخښه کړي دي. د کرهڼې وزیر ګجیندرا سنګ شیکهاوت، ویلي دي چې جنګي الوتکو موجودې پولې ته څیرمه د جیش محمد ډلې روزنیز مرکزونه بمبار کړي دي. د هغه په خبره دغه اهداف په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ویجی ګوکلی ویلي دي چې دوی داسې معلومات درلودل چې ترهګري ډلې په هند کې ځانمرګي بریدونه پلان کړي ول: «د جیش محمد ډیر ترهګر، روزونکي، جګپوړي قوماندانان او ډیر جهادیان چې د ځانمرګو بریدونو له پاره روزل کیدل، له منځه وړل شوي دي.»

خو هغه یادونه کړې ده چې دغه اقدام یو «غیر پوځي» اقدام وو او په هدفمنه توګه د یوه ترهګریز مرکز پر ضد شوی دی. د سي ان ان نیوز ۱۸، په نوم شخصي تلویزوني چینل د هند د جګپوړو حکومتي سرچینو له قوله ویلي دي چې دغه هوایي برید تقريباً ۲۰۰ قربانيان لري.

ضد او نقیض څرګندونې

د پاکستان پوځ دغه برید تائیدوي خو په عین وخت کې وایي چې په برید کې کومه ودانۍ نه ده لګیدلې. د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور ویلي دي چې پاکستاني جېټ الوتکو په سم او اغیزمن ډول د هند سرغړونې ته غبرګون وښود. د آصف غفور په خبره دا د دې سبب وګرځید چې هندي الوتکې په بالاکوټ کې په بیړه «بمونه وغورځوي» چې هیڅ ډول تلفات نه لري.

د بالاکوټ د پولیسو مشر ساغر حسین شاه له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه د پيښې سیمې ته یوه ډله استولې ده: «د بمونو غورځولو له کبله هیڅ تلفات نه دي اوښتی.» د رویټرز خبري آژانس د دغې سیمې د یوه کلیوال له قوله لیکلي دي چې یو کس د بمونو د پرچو له کبله ټپي شوی دی او پر دې سربیره یوه کور ته زیان اوښتی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي د هند له لورې «لاین آف کنټرول» یا د موجوده پولې د نقضولو خبره کړې. هغه ویلي دي چې پاکستان له خپله ځانه د دفاع کولو حق لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هند دغه اقدام غندلی دی او پر دې یي ټینګار کړی دی چې هند د سیاسي اهدافو د تر لاسه کولو له پاره د سیمې سوله له خطر سره مخامخ کوي.

د هغه په خبره پاکستان یو بامسوولیته هیواد دی او امنیتي ځواکونو یي د دې وړتیا لري چې د خپلې خاوري د هرې لویشتي دفاع وکړي. د قریشي په خبره ولس دې کومه اندیښنه نه لري. قریشي دا هم ویلي دي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې تړاو یوه بیړني غونډه رابللې وه. تر غوندې وروسته پاکستان د هند له لوري د ترهګر مرکز د په نخښه کولو خبره رد کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د ملي امنیت شورا «د هند له لوري بالا کوټ ته څیرمه د شکمن ترهګر مرکز او درنې مرګ ژوبلې ادعا په کلکه ردوي.»

په سیمه کې وضعیت لا تر مخه ترینګلی وو

دا د دواړو دښمنو ګاونډیو هیوادونو تر منځ ډیر کلونه وروسته لومړنی هوایي برید دی. د فيبروري مياشتي پر ۱۴م د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پر هندي نيمه پوځيانو باندې تر یوه خونړي برید وروسته د اتومي قدرت لرونکو دواړو هیوادونو تر منځ ترینګلتیا مخ پر زیاتیدو ده.

پاکستان میشته جیش محمد ترهګرې ډلې د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی وو. ۳۰ کاله تر مخه په کشمیر کې د بیلتون غوښتونکو او تندلارو اسلامپالو له لوري د مقاومت تر پیلیدو وروسته دغه برید د هند پر امنیتي ځواکونو تر ټولو خونړی بلل کیږي.

هندوستان د دغه برید له پاره پاکستان ګرم ګڼي او د «متقابل ځواب» ورکولو اعلان یي کړی وو. اسلام آباد دغه تورونه رد کړي او ګواښ يې کړی وو چې که چیري هند برید کوي، نو دوی به یي ځواب ورکړي.

په ۱۹۴۷م کال کې له انګلیسانو څخه د آزادۍ تر اخیستلو او تر هغه وروسته د هند او پاکستان د خپلواکو هیوادونو تر رامنځ ته کیدو وروسته دواړه هیوادونه د کشمیر د ملکیت ادعا کوي او دواړه هیوادونه یي یوه یوه برخه تر خپل کنترول لاندې لري. د نن ورځې دغه دواړه اتومي قدرت لرونکو هیوادونو دوه وارې د کشمیر پر سره جنګونه هم کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: