1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان له مودي سره د بحث غوښتونکی دی

۱۴۰۰ اسفند ۴, چهارشنبه

عمران خان غواړي چې له ګاونډي هيواد هند سره د اختلافاتو د له منځه وړلو په موخه د دغه هيواد له لومړي وزیر سره په ژوندۍ بڼه خپريدونکي يوه تلویزيوني بحث کې ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/47T1N
Symbolbild | Indien Pakistan Freundschaft
انځور: picture-alliance/dpa/epa/H. Tyagi

هند او پاکستان د سویلي آسيا دوه داسې ګاونډي هيوادونه دي چې دواړه اتومي وسلې لري او د بريتانيا څخه د آزادۍ ترلاسه کولو کابو اويا کاله وروسته یې هم خپل منځني اختلافات له منځه نه دي تللي.

د هند او پاکستان ترمنځ د ترينګلتياو تر ټولو ستره وجه د کشمير لانجمنه او ويشل شوې سيمه ده چې پر دې سيمه د دواړو هيوادونو ترمنځ څو جنګونه هم شوي دي.

د لاين او آف کنترول يا د کشمير پر دواړو هيوادونو د ويشل شويو سيمو د جلا کوونکې کرښې په شا او خوا کې په څو ځلي خونړۍ نښتې هم شوي دي.

په همدې ترڅ کې د سه شنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل چې د دوه اړخیزو اختلافاتو د له منځه وړولو او د کړکېچ د هواري له پاره به دی په خوښۍ سره له خپل هندي سيال نريندر مودي سره د تلویزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپريدونکي هر ډول بحث کې ګډون وکړي.

کابو يو نيم ميليارد انسانانو ته ګټه رسول

عمران خان چې په پام کې ده روانه اوونۍ روسیې ته رسمي سفر ولري، د «رشیا ټوډی» شبکې سره په يوه مرکه کې وويل: «زه غواړم له نريندر مودي سره په يوه تلویزيوني بحث کې ګډون وکړم.» د عمران په حواله که اختلافات په مباحثو له منځه وړل کيدل شي نو هغه به وغواړي چې په داسې يوه بحث کې پر لانجمنو موضوعګانو څرګندې خبرې وکړي څو د دواړو هيوادونو کابو يو نيم ميليارد انسانانو ته عملاً ګټه ورسولی شي.

Kombibild Indien Pakistan | Narendra Modi und Imran Khan

عمران خان زياته کړه چې پاکستان له ټولو هيوادونو سره د تجارتي اړيکو هيله لري خو «دا چې هند په يوه تیري کوونکي هیواد بدل شوی دی، نو ځکه ورسره تجارت تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.» د پاکستان لومړي وزیر وويل چې له هند سره د ښو تجارتي اړيکو د غوښتلو په پلوۍ د سيمه ایز نوعيت يو دليل دا هم دی چې پاکستان لا دمخه د سيمې له هيوادونو سره د دوه اړخیزو تجارتي اړيکي ډېر محدود امکانات لري.

عمران وويل چې «په سويل لوېديځ کې له پروت ګاونډي هيواد ایران سره د تجارت امکانان هلته د امريکا د بندیزونو له وجې محدود دي. بل لوري ته په لوېديځ کې افغانستان دی، چې له لسیزو راهيسې د روانې جګړې له کبله یې اقتصاد په ناوړه وضعيت کې دی.»

د ايران او افغانستان برعکس پاکستان له خپل بل ګاونډي هيواد چين سره ښې سياسي، اقتصادي او تجارتي اړيکي لري او چين په پاکستان کې د سي پيک پروژې په ترڅ کې د ميلياردو ډالرو پانګونه کوي.

د پاکستان د حکومت د مشر د دې دريځ تر مخه په دې وروستيو کې د تجارت او پانګونې په برخه کې د عمران خان مشاور عبدالرزاق داود هم له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي ول چې هغه هم له هند سره د تجارتي اړيکو د ټینګښت پلوي کوي. نوموړي زياته کړې وه چې دا کار د دواړو ګاونډي هيوادونو په ګټه دی.

له مودي سره په تلویزيوني مباحثه کې د ګډون په اړه د عمران خان تر دې څرګندونو وروسته رويترز خبری آژانس د هند د صدراعظم د جوابي دريځ په اړه په نوي ډيلي کې د هند له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه ټینګه کړه خو چارواکو په دې اړه کوم غبرګون ونه ښود.

ب. ص/ ن . ز Reuters) 

زموږ له آرشيف څخه: