1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او افغانستان ستراتيژيک تړون، پاکستان لا يوازي کړی

۱۳۹۰ مهر ۱۴, پنجشنبه

وروسته تر هغه چي د متحده ايالاتو سره د پاکستان اړيکي ډيري ترينګلي سوې، او اوس افغانستان د هندوستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړی، پاکستان ښايي اوس لا د يوازيتوب احساس وکړي.

https://p.dw.com/p/12mET
انځور: DW

په داسي حال کي چي پاکستان وايي د افغانستان د سولي په بهير کي د پياړي ګډون غوښتونکی دی، هندوستان دغه کار د مرستو او تړونونو په کولو سره تر سره کوي. هند همدا اوس په افغانستان کي د يوه پياوړي حضور په لټه کي دی.

 

که له يوي خوا هندوستان په افغانستان کي خپل نفوذ د ښو اړيکو، مرستو او ستراتيژيک تړون له لاري پياوړي کوي، پاکستان ښايي افغانستان او امريکا چي دواړه يي رښتيني ملګر دي له لاسه ورکړي وي.

 

د پاکستان د يوازي پاتېدو يو عامل هغه تورونه دي، چي ويل کيږي پاکستان د ياغيانو سره اړيکي لري او له هغوی، څخه د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو په موخه کار اخلي.

 

افغان ولسمشر، حامد کرزي، هند ته د يوه دوه ورځيني سفر په ترڅ کي د دغه هيواد له صدراعظم، منموهن سنګ، سره د افتصادي او پوځي همکاريو يو تړون لاسليک کړ. دغه تړون د دي خبري يو ښکاره ثبوت دي چي هندوستان د پاکستان سره د افغانستان پر سررقابت کوي.

 

يو پاکستانۍ خپلواک کارپوه، حسن عسکر، وايي چي دغه تړون به په پاکستان کي شکونه لا په سي ډير کړي. د هغه په وينا په پاکستان د هندوستان په وړاندي دومره حساسيت شتون لري چي د افغانستان په برخه کي د هند هر اقدام په پاکستان کي ډار رامنځ ته کوي.

 

پاکستاني چارواکو لا د افغانستان او هندوستان ترمنځ د تر سره شوي ستراتيژيک تړون په اړه کوم نظر نه دي ورکړي.

 

د دغه تړون تر ټولو مهمه برخه د سياست او امنيت په برخه کي د دواړو هيوادونو همکارۍ دي چي په کي راغلي دواړه هيوادونه به په نړيوالو او منطقوي مسايلو کي يو له بل سر سلا مشوره کوي.

 

په دغه تړون کي دا هم راغلي چي هندوستان به د افغانستان د موافقت په صورت کي د افغان امنيتي ځواکونو په روزلو، تجهيزولو او د هغوي په منځ کي د ظرفيت په ايجادولو کي مرسته وکړي.

 

همدا راز افغانستان موافقه کړي چي د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي د هندوستان د دايمي څوکۍ له درلودلو څخه به ملاتړ وکړي.

 

د تړون په افتصادي برخه کي هم هندوستان افغانستان سره د ډيرو همکاريو ژمنه کړي ده. په تړون کي راغلي چي د دغه قرارداد د موادو د عملي کولو په موخه به دواړه هيوادو سره کډ کمېسيون جوړ کړي، چي د يو بل سره به منظمي غونډي ولري.

 

هندوستان اوس غواړي په دي خبري مطمين شي چي د 2014 کال وروسته کله چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي، په دغه هيواد کي کورنۍ جګړه پيل نه سي او يو ځل بيا د پاکستان لخوا ملاتړ کيدونکي ياغيان په دغه هيواد کي قدرت تر لاسه نه کړي.

 

د ياغيانو سره د پاکستان اړيکي هغه څه دي چي هندوستان انديښمن کوي.

 

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل