1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانيې ساحلي پوليسو په مديترانه کې ۴۵۰ کډوال ژغورلي

۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبه

د هسپانيې ساحلی څارونکو ۴۵۰ انسانان،چې ۱۳ يې ماشومان دي،د جبل الطارق په تنګه کې د مراکش او هسپانيا تر منځ د البوران له سیند څخه ژغورلې دي.دلته ايتالویان کښتۍ ليبيا ته سپاري.

https://p.dw.com/p/32oGV
Spanien -  Ankunft von Fluechtlingen in Andalusien
انځور: picture alliance/CITYPRESS 24/f. Passolas

هسپانویانو يو وار بيا په سلګونه پناه غوښتونکې له اوبو څخه ژغورلې دي.  ژغورل شوي کسان ساحلي ښار تاريفا ته ليږدول شوي. دساحلی څارونکو له خوا د دغه  پناه غوښتونکو د ژغورنې خبر، دوي په خپل تويتر کې خپور کړې دې.

دغه مهاجرو له مراکش څخه پر اوبو د راتیریدلو جرآت کړی دی .  هسپانيا اوس د اېتالیا  پر ځای اروپايي اتحادیې ته د راتلونکو مهاجرو پر لومړي تمځای بدله شوې ده . په روم کې نوی ښي اړخه حکومت نور د پناه غوښتونکو کومې کښتۍ ته د ورتللو له پاره په سختۍ سره  اجازه ورکوي. سربيره پر دې د ليبيا چارواکو هم د انسانی قاچاق کونکو پر ضد اقدامات سخت کړي دي. له همدې کبله ډير پناه غوښتونکي اوس الجزاير او مراکش ته  ځي او له هغه ځایه بيا هسپانیا ته د ورتللو هڅه کوي.د مهاجرینو نړيوال سازمان(آي او ام) د معلوماتو له مخې د روان ميلادي کال له پيل راهيسې، نږدي ۲۳۰۰۰ مهاجر د سمندر له لارې اسپانیا ته راغلي دي. له دوي څخه یې اروپا ته د تګ په لاره کې  ۳۰۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړې دې.

اېټالوي بیړۍ د لیبیايانو له پاره

دغه راز اېټالويان د ليبيا له ساحلي ساتونکو نه ملاتړ کوي او دغه کورنۍ جګړه ځپلي هيواد ته يې دولس کښتۍ په واک کې ورکړي دي. له هغه راهیسې چې د روم په سنا کې د عوامپاله حکومت پلان ومنل شو، د پناه غوښتونکو پر وړاندې دريځ يې سخت کړې دي.

لیبيا يان له ايټاليې څخه د څارنې لس کښتۍ او د اېتالیې د ځانگړو پوليسو څخه چې فينان پوليس ورته ويل کيږي، دوه کښتۍ ترلاسه کوي . د آناسا خبري آژانس د خبر له مخې يو څو يې بايد د روانې مياشتې په وروستيو کي د کار له پاره چمتو وي.

زړه بوګنونکي پيښې

د یو ماشوم او یوې ښځې مړي چې د ماتو لرګو په منځ کې د يوې ربړې کښتې له منځه تللو وروسته پيدا شوي.د مهاجرو نړيوال سازمان څخه فلايو دي ګياکومو د يوې زړه بوږنونکي پيښې په هکله خبرې کوي.

اېتالیې له تیر دوبې راهیسې د ليبيا له ساحلي ساتونکو څخه ډير ملاتړ کړې، چې دا کار د اېتالیې د پخواني سوسيال ديموکرات حکومت  په خپل سواحلو کې په سونه زره ژغورل شويو کډوالو ته د پناه تر ورکړې وروسته پيل کړی.

له هغه وروسته اېتاليا ته مهاجرينو د راتګ شمير ډير کم شوې دې. د اروپا په لور د ليبيا  لار ډيره خطري ده. ايتاليې او هم اروپا، د ليبيا ساحلي څارونکو سمندری قواو ته روزنه ورکړي، خود اقداماتو او کارونو  په اړوند يې پر ليبیا سخت انتقادونه کیږي.

د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخو ګوند د ليبیا ساحلي ساتونکو او اروپا تر منځ د گډ کار په اړه خبردارې ورکوي. د اروپا د سياست په اړه د  آلمان کیڼ اړخو ګوند وياند د آلمان رسنیو آژانس ته ویلي :«په هيڅ حالت کې د اروپا سرحد ساتلو سازمان فرونتکس د سمندري پيښو معلومات ،د ليبيا له ساحلي ساتونکو سره شریکي نه کړي.  دوي چې د سیمه ايزو پلیسو په توګه دي خو د سمندري غلو په توګه عمل کوي.»

مدام د جبل الطارق پر لار ډير خلک راځي.

سږکال د ليبيا ساتونکو له ۱۲۰۰۰ څخه زيات د پناه غوښتونکو کښتۍ بیرته ګرزولي دي چیرته چې دوی په کمپونو کي د بندي کيدو او حتې د شکنجه کيدو له ګواښ سره مخامخ کيږي. مرستندويه سازمانونه تل د ليبيا پر ساحلي ساتونکو د ژغورنې په ماموريت کې د ‍‍ بې پرواي او د زور زياتي څخه د ډک چلند تور پورې کوي.