1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانيا پاچا ولي تښتیدلی دی؟

۱۳۹۹ مرداد ۱۶, پنجشنبه

ویل کیږي، چي پخوانی پاچا خوان کارلوس ددوشنبې په ورځ لا د هسپانيا څخه وتلی دی.هغه په ۲۰۱۴م کال د خپل زوی په ګټه استعفأ ورکړه. پرهغه باندي توردی چي په خپل وخت کې يې په ميلیونونو ډالره د سعودي له شاهي کورنۍ څخه ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3gX17
Spanien Madrid | Royals | König Juan Carlos verlässt Spanien
انځور: picture-alliance/abaca/D. Despotovic

لکه څرنګه چي ډیرو هسپانوي رسنیو خبر ورکړی دی، دغه ۸۲ کلن پخوانی پاچا له هسپانيا څخه تر وتلو وروسته د دومنیک جمهوریت ته تللی دی. د اختلاس او اداري فساد په ډیرو قضیو کي د ښکیل پاچا خوان کارلوس زوی، شپږم فلیپ هم د دوشنبه په ورځ د یوه خط د لاري د هسپانيا څخه د خپل پلار د وتلو له نیت څخه خبر ورکړ.

د دې دمخه په جون میاشت کي د هسپانيا ستري محکمې د اختلاس په څو قضیو کي د لاس درلودلو په تور د خوان کارلوس څخه د تحقیقاتو امر ورکړی وو. خو د هسپانيا شاهي کورنی نه په دوشنبه او نه هم سه شنبه ورځو باندي د هغه د فعلي اقامت ځای په باب دریځ نیول غوښتل.

ځینو رسنیو بیا رپوټ ورکړی دی چي خوان کارلوس پرتګال ته تللی دی، چیري چي هغه څوکاله په کوچنیوالي کي ژوند کړی دی. یا هم به فرانسې يا ایټالیا ته تللی وي چي هلته بیا خپلوان لري.

دا هم په داسي حال کي ده چي په دې منځ کي د دومنیک جمهوریت خارجه وزارت اعلان کړی دی، چي خوان کارلوس یې په هیواد کي اقامت نه لري.

له بلي خوا بيا د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی دی چي د خوان کارلوس ماینه، صوفیه چي کلونه کلونه ورڅخه جلا اوسیدله، اوس هم په هسپانيا کي ده.

Spanien König Juan Carlos und  König Abdullah Bin Abdelaziz Al Saud aus Saudi-Arabien
جان کارلوس د سعودي له پاچا عبدالله بن عبدالعزيز سره، د ۲۰۰۸م کال انځورانځور: AFP/P.-P. Marcou

کارلوس په هغه خط کي چي د خپل زوی په نامه یې کښلی دی، ویلي دي چي دی غواړي په تبعید کي ژوند وکړي، ترڅو هغه د پاچاهۍ وظایف په ښه ډول اجرأ او د« پخوانیو وختو د ځینو واقعو تر بار لاندي رانسي.» په خط کي دا هم راغلي دي چي «له هسپانيا څخه وتل راته یو سخت او دردونکی تصمیم دی، خو په ډیري روحي ارمۍ سره مي نیولی دی.»

د هسپانيا د شاهي ماڼی په حواله، فلیپ د خپل پلار تصمیم قبول کړی او تر ټولو دمخه یې د هسپانيا ددیموکراتیکي پروسې په لار کي د خپل پلار پر تاریخي رول باندي تینګار کړی دی.

تر ډیره وخت پوري خوان کارلوس ته د دیکتاتورۍ څخه دیموکراسۍ ته د هسپانيا د ورتیریدو او په هغه کي د ده د رول په دلیل ډیر احترام کيدی. خو پر هغه باندي د یوه سلسله اداري فساد او اختلاس تورونو د هغه محبوبیت راکم کړی دی.

د هغه مدافع وکیل اعلان کړی دی چي پاچا به پر تبعید او له هسپانيا څخه پر وتلو سربیره د محکمې د اوامرو او فیصلو څخه سر ونه پيچي او د مستنطقینو سره به په دې لار کي همکاري وکړي.

د تحقیقاتو په جریان کي به اوس د مکې او مدینې منورې تر منځ د چټک ریل جوړولو پروژې په ورکولو کي د رشوت او پیسو اخیستلو قضیه وڅیړل سي، چي د یوه هسپانوي شرکت له خوا یې فرمایش اخیستل سوی وو. په سویس کي هم په دې ارتباط د ده پرضد تحقیقات روان دي.

Spanien König Juan Carlos und  König Abdullah Bin Abdelaziz Al Saud aus Saudi-Arabien
د رپوټونو پراساس کارلوس د سعودي شاهي کورنۍ څخه د سویس د یوه اکونټ د لاري۱۰۰ ميلیونه ډالر اخیستي ديانځور: Getty Images/C. Alvarez

په ۲۰۱۲م کال کي خوان کارلوس په یوه بله قضیه کي هم هغه وخت رسوأ سو، چي د اقتصادي بحران په منځ کي بوتسوانا ته د فیلانو د قیمتي ښکار په خاطر تللی او هلته یې پښه ماته سوه.

د خوان کارلوس د مصؤنیت حق له منځه تللو په سبب اوس ستره محکمه کولای سي چي د دغه ۸۲ کلن څخه تحقیقات وکړي. خو هغوی اجازه لري، تحقیقات یوازي په ۲۰۱۴ م کال کي د ده تر استعفأ وروسته قضیو کي تر سره کړي.

د رپوټونو پراساس کارلوس د سعودي شاهي کورنۍ څخه د سویس د یوه اکونټ د لاري۱۰۰ ميلیونه ډالر اخیستي دي. خو هغه په ۲۰۰۸م کال کي وې، یعني د ده د قانوني مصؤنیت پر وخت او په هکله یې حقوقي پروسه نه سي دایریدلای.

خوان کارلوس تر ۳۹ کالو پاچاهۍ وروسته په ۲۰۱۴م کال کي د خپل زوی، فلیپ په ګټه استعفا ورکړه او هغه اوس د هسپانيا پاچا دی. له پروسږکال راهیسي کارلوس کاملاً د عام محضر څخه ځان لیري کړی دی.

او دلته د هسپانيا هيواد د څو مشهورو ښارونو انځورونه هم کتلای شئ: