1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هري پوتر نوی فلم د نوامبر په ۱۴ راوځي

۱۳۹۷ آبان ۲۰, یکشنبه

په پام کې ده چې د هري پوتر نوی فلم، Fantastic Beasts (حيرانونکي وحشي) به يوازې دوه ورځې وروسته يعنې د نوامبر په ۱۴مه ريليز شي. فلمي کارپوهانو تمه ښکاره کړې چې دغه فلم به په لمړي اوونۍ کې ۷۵ ميليونه ډالر وګټي.

https://p.dw.com/p/383sV
Film Fantastic Beasts and Where to Find Them
انځور: picture-alliance/AP Photo/Warner Bros. Entertainment/Jaap Buitendijk

د «Fantastic Beasts» یا حيرانونکي وحشي فلم کيسه هم د هري پوتر د نورو فلمونو په څير، برتانوۍ ناول ليکونکې جي کې رولنګ، ليکلې ده.

د رولينګ پر ناولونو پخوا هم فلمونه جوړ شوي دي، خو د هري پوتر سريال ته ورته فلمونه د دې سبب شوي چې هغه خورا ډیر او د نه منلو وړ شهرت په لاس راوړي.

اوس د هغې په پروژه کې د فلمونو جوړولو بهير پيل شوی دی. د دغه بهير لومړنی فلم په کال ۲۰۱۶م کې راووت. دغه فلم ډیر ډير کامياب وو چې په فلمي صنعت کې ورته بوکس آفیس وايي. د هري پوتر سريال ته ورته فلمونو لومړنی يا مخکينی فلم Fantastic Beasts and Where to Find Them (وحشي او چيرته هغه موندلي شو) په نوم وو. دا دی اوس تر هغه دوه کاله وروسته د Fantastic Beasts: The Crimes of Grindelwald (وحشي: د ګريندوال جرمونه) په نوم دوهم فلم د نومبر په ۱۴مه نيټه راوځي.

Weltpremiere Phantastische Tierwesen und wo sie zu finden sind
جي کې رولينګ او ايډي ريډمن له نوي فلم تر ريليز کېدو د مخهانځور: picture-alliance/dpa/P. Foley

دغه فلم به د آلمان په سينماو کې د جنورۍ مياشتې له ۱۷مې وچليږي.

په نوي فلم کې مرکزي رول، ايډي ريډمن لوبوي. هغه د يو ماهر جادوګر په رول کې څرګند شوی. ريډمين د هري پوتر د سريال ورته فلمونو په مخکيني فلم کې هم کار کړی دی. د دواړو فلمونو ډايرکټري برتانوی ډايرکټر ډيويډ ييټس کړې ده. ييټس تر اوسه پورې د هري پوتر د څلور فلمونو ډايرکټري کړې ده.

 د هري پوتر نوی فلم هم د جادويي منظرو او حيرانونکو پيښو لرونکی دی. شپږديرش کلن ايډي ريډمن وايي چې په دغه فلم کې يې ترسره کړی رول هم کولای د هر عمر علاقمندان ځان ته جذب کړي. هغه زياتوي چې د هري پوتر سريال ته ورته فلمونه د حيرانتيا سره سره، ډير په زړه پورې هم دي.

فلمي کارپوهان وايي چې د هري پوتر نوی فلم به هم د پخوانيو هغو په څير یو نوی ريګارډ کلک کړي. تمه کيږي چې دغه فلم دې په لومړۍ اوونۍ کې ۷۵ ميليونه ډالر وګټي. د هري پوتر سريال ته ورته فلمونو د دريم فلم به په کال ۲۰۲۰ کې راووځي.

 له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: