1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات د یوه دیني عالم د څرګندونو پر وړاندې غبرگونونه

۱۳۹۸ دی ۲۷, جمعه

په هرات کې د خواجه عبدالله انصاري د جامع جومات د خطيب مولوي مجيب الرحمن څرګندونې له غبرګونونو سره مخامخ شوي او یو شمیر کسانو یې ملاتړ کړی دی. نوموړي د میرمنو د حجاب او د امر باالمعرف د ادارې د جوړولو نظریه وړاندې کړې وه.

https://p.dw.com/p/3WMYO
Aghanistan Herat Stadt
انځور: picture alliance/Robert Harding World Imagery

په هرات ولایت کې د خواجه عبدالله انصاري د جامع جومات د خطیب او دیني عالم مولانا مجیب الرحمن انصاري، په دې وروستیو کې د رسنیو او عام افغانانو پام ځان ته اړولی دی.

نوموړي دینې عالم څه موده وړاندې په دې ولایت کې د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال ویلي ول چې په هغه صورت کې چې په بد کارۍ، شراب خورۍ، او قماربازۍ تورن کسان د دوی په سیمه کې ونيول شي، د ده له خوا به پرې شرعي حدود جاري شي. نوموړي همدا راز حکومت په بې کفایتۍ تورن کړ او ویلي یې ول چې په دې هکله به د حکومت اقدام ته انتظار ونه باسي. هغه پرون يوه خبري غونډه هم جوړه کړې وه څو د خپلو څرګندونو په هکله توضحات ورکړي. 

د دغو څرگندونو په اړه غبرگونونه

د نوموړي دیني عالم دغه څرګندونې د افغانستان په ټولنیزو رسینو کې له متفاوتو غبرګونونو سره مخامخ شوې، ځینې یې پر وړاندې ودریدل او ځینو نورو یې بیا ملاتړ وکړ. په دې وروستیو کې نوموړي دینې عالم په هرات ولایت کې د میرمنو د بې حجابۍ په هکله یو شمیر بیلبوردونه نصب کړل، چې له تندو غبرګونو سره مخامخ شول.

سربیره پر دې، په افغانستان کې د بشري حقونو کمیسیون مشرې شهزاده اکبر هم د نوموړي دیني عالم څرګندونو ته د یوه شعر په وړاندې کولو غبرګون ښولی دی. د بشري حقونو پر کمیسیون سربیره، په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت بیا د دغه دینې عالم څرګندونو ته په اشارې سره د میرمنو، ماشومانو او اقلیتونو د حقونو دفاع کړې ده.

د هرات ولایت په ګذرګاه سیمه کې د خواجه عبدالله انصاري د جومات دغه خطیب په خپله پرونۍ خبري غوڼده کې د ښځنیه خبریالانو د ورتګ مخنیوی وکړ. دغه دیني عالم د خپل دغه کار په ننګه په خبري غونډه کې وويل: «د ښځې له سره تر پښو پورې عورت دی او مخ یې بیا حجاب دی. که چیرته دوی [میرمنې] له بدو سترګو سره مخامخ کیږي، د اسلام مبین دین وايي چې د مخ پټول یا حجاب فرض دی.»

په هرات ولایت کې د زینب خان سپهري په نامه یوې خبریالي د مولانا انصاري د دغه اقدام په غبرګون کې لیکلي دي: «د ښځو په هکله خبرې کوئ، دوی ته تکلیف ټاکئ؛ خبري غوڼده رابولئ او په هکله یې خبرې کوئ، خو ښځینه خبریالانو ته له اسلامي حجاب سره هم اجازه نه ورکوئ چې د خبري پوښښ له پاره هلته ولاړې شي، دا څه دي؟»

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت پر خپله پاڼه په دې هکله لیکلي دي: «ځینې یوازې شوي غږونه [کسان] غواړي چې له مذهب څخه ناوړه ګټه پورته کړي او د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له منځه یوسي.»

د امریکا سفارت په دغه ټویټیري پیغام کې لیکلي دي چې موږ د هغو افغانانو تر شا دریږو چې د ماشومانو، میرمنو او اقلیتونو د اساسي حقونو دفاع کوي. هر څوک مساوي دي. شا ته تګ نشته.

بل لوري ته د افغانستان په غرب کې د خبریالانو د مصونیت په کمیټه کې د ښځنیه خبریالانو همغږې کوونکې عاطفې غفوري، د نوموړي دیني عالم د ښځینه خبریالانو د داخلیدو د ممنعوعیت په هکله دویچه ویله ته وویل: «د اسلام تر نامه لاندې خبري کنفرانس ته د ښځینه خبریالانو د ورتګ مخنیوی، د ښځیو د غږونو د دفع کولو یوه ناکامه هڅه ده او [دغه کار] د طالبانو تورې دورې ته بیا تګ دی.»

د هرات د جامع جومات د دروازې پر وړاندې یو شمیر میرمنې خیرات ټولوي.
د هرات د جامع جومات د دروازې پر وړاندې یو شمیر میرمنې خیرات ټولوي. انځور: Getty Images

هغې له دویچه ویله سره په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه: «موږ د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیت له کبله اندیښمن یوو او له حکومت څخه غواړو چې د دغه راز پیښو مخنیوی وکړو.» نوموړې زیاتوي چې پرون دوی ته د دې خبري غونډې د جوړیدو په هکله معلومات ورکړل شوي وو، خو د ښځینه خبریالانو د ورتګ د مخنیوي په هکله څه نه وو ورته ویل شوي.

د نوموړي دیني عالم یوه همکار ادعا کړې چې له ښځو یې غوښتي وو چې په «اسلامي حجاب» کې دغه کنفرانس ته راشي، خو میرمن سپهري بیا وايي چې دوی ته ان پر اسلامي حجاب سربیره هم د ورتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.

د بیان آزادي خو په کومه بیه؟

څه موده وړاندې د هرات ولایت والي د نوموړي دیني عالم څرګندونو ته په غبرګون سره ویلي ول چې د بیان آزادي د هر افغان حق دی خو زیاته کړې یې وه چې د افغانستان قانون هم اسلامي دی. د هرات والي عبدالقیوم رحیمي ویلي ول: «د بیان ازادي ده هر څوک د ویلو له پاره یو څه لري خو د قانون د پلې کیدو وظیفه د حکومت ده او یواځې به حکومت په دې برخه کې اجرات کوي نه افراد.»

د هرات د والي پر ویاند سربیره د ولسمشر غني فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي د انصاري د څرګندونو په غبرګون کې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه بې ساری دی او د حکومت کړنې هم د وګړو پر محوریت دي.

مرتضوي زیاته کړې: «له هر ادرسه او هر ځایه چې اختلافي آوازونه پورته کیږي هغوی د اساسي قانون، اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. دغه راز غږونه تل د فتنې وي او تل محکوم دي. د افغانستان خلک له څلویښتو کلونو راهيسي له فتني غږونو او جګړو کرکه لري او ستړي شوي دي. زموږ ملي وحدت زموږ د بقا ضامن دی.»