1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هر لور نه د اسرائيل پر پولو هجوم وشو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

په غرب اردن کی د سختو امنیتی اقداماتو برسیره بیا هم فلسطینیانو د اسرائیلی دولت د جوړیدو د 63 کلیزی په مناسبت په پراخه پيمانه لاریونونه وکړل او د اسراییلو د امنیتی ځواکونو سره یی په سرحدی پولو کی خونړۍ شخړۍ رامنځته شوی.

https://p.dw.com/p/11H3M
د سوريې او اسرائيل پر پوله احتجاج
د سوريې او اسرائيل پر پوله احتجاجانځور: AP

د فلسطینیانو لاریونونه د می د میاشتی د 15 نیټی په مناسبت چی د اسراییلو د دولت د جوړیدو ورځ ده پیل شول. دغه ورځ چی فلسطینیان یی د نکبت او بدبختی ورځ بولې، په همدی ورځ فلسطینیانو خپل هیواد او ازادی له لاسه ورکړه او د هیواد څخه په تیښته مجبور شول،

د بدبختی د ورځي په مناسبت په لاریونونو کی لږترلږه 20 تنه په داسی وخت کی ووژل شول، چی فلسطینی مبارزه کوونکی د سوریی او لبنان له لوری د اسراییلو د موانعو د ماتولو کوښښ وکړلو.

وروسته د څو لسیزو څخه په زرګونو فلسطینی ملکی وګړو د ګولان پر لوړی سیمی چی د سوریی او اسراییلو د پولی په اوږدو کی پرته ده،هجوم راوړلو او په همدی وخت کی اسراییلی عسکرو پری ډزی وکړی. د اسراییلو د پوځ ویاند اویتال لایبوویچ د اسراییلو د پولې په اوږدو کی د لاریونونو آزاده پریښودل داسی ارزیابی کوی:

« د سوریی حکومت کوښښ کوی چی د ولسی وګړو سره د خپل زور زیاتې د چلند څخه د نړیوالو پام د اسراییل په پوله کی د رامنځته کیدونکو پیښو ته واړوی.»

همدا رنګه په قاهره کی د اسراییلو د سفارت مخی ته پولیسو په لاریون کونکو اوښکی بیونکی غاز استعمال کړل، او په ډنډو سره یی مظاهراچیان ووهل، چی په ترڅ کی لږترلږه 40 تنه ټپیان شول.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وویل: خلکو په ناحقه قربانۍ نه ده ورکړی . ده زیاته کړه چی فلسطینیانو خپلې وینی د فلسطین د ازادی او حقونو لپاره تویی کړي دي.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیمین نتانیاهو یادونه وکړه: اسراییل د خپل ملی حاکمیت د ساتلو لپاره د خپل ټول ځواک څخه کار اخلۍ. هغه زیاته کړه چی اسراییل هیله لری چی ډیر ژر کراری رامنځته شی.

د غزی په تراډی کی هم احتجاجونه ترسره شوی چی د مرګ ژوبلی سره مل وو.
د غرب اردن په امنیتی پوستو او په ختیځ بیت المقدس کی هم د اسراییلی ځواکونو او فلسطینیانو تر منځ شخړی رامنځته شوی.

په داسی حال کی چی فلسطینیانو د بدبختی ورځ د احتجاجونو په ترڅ کی غندله، په تل ابیب کی یو عربی موټر چلوونکې یو اسراییلی عسکر وواژه او 17 نور یی ټپیان کړل، دغه 22 کلن ځوان د اسراییلو د امنیت په تحقیقاتۍ ادارو کی تر څار لاندی دی چی آیا دا کار نوموړی په قصدی توګه ترسره کړی او که دا یوه تیروتنه وه.

اندرياس باوم / شمس الرحمن ناصر
کتونکی: احمدولي اڅکزی