1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هانگ کانگ مظاهره کوونکو ضرب الاجل وټاکه

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۸, سه‌شنبه

په هانگ کانگ کې په زرونو مظاهره کوونکو د خپلو غوښتونو د منل کیدو له پاره یوه بله شپه هم پر سړکونو تیره کړې ده. هغوی په هانگ کانگ کې د لا زیاتي دیموکراسۍ غوښتونکي دي.

https://p.dw.com/p/1DNXc
انځور: AFP/Getty Images/Philippe Lopez

د دغو مظاهرو یوې تنظیموونکي ډلې د سه شنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړې ده چې پکښې راغلي دي، که د هغوی غوښتني د چهارشنبې تر ورځي پوري و نه منل شي نو لاریونونه به پيل کړي. دغه کسان چې له دوو وروځو راهیسي د اعتراض په توگه سړکونو ته راوتلي دي په هانگ کانگ کې د دیموکراتیکو اصلاحاتو غوښتونکي دي.

د اکتوبر لومړۍ نیټه په چین کې عمومي رخصتي ده او له همدې کبله تمه کیږي چې په دې ورځ لا ډیر اعتراض کوونکي سړکونو ته راووځي.

په داسې حال کې چې د هانگ کانگ ښار مشر لیونگ چون ینگ، له مظاهره کوونکو څخه غوښتي دي چې ژر تر ژره خپل اعتراضونه پای ته ورسوي، خو ښايي چې هغه له خپلي دندې څخه د گوښه کیدو تصمیم و نه لري.

د فرانسي خبري آژانس ویلي دي چې لیونگ له مظاهره کوونکو څخه «ژر تر ژره» د خپلو اعتراضاتو د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده: «هغوی [مظاهره کوونکو] څو واري ویلي ول چې که خوځښت یې له کنتروله ووځي نو د دریدو غوښتنه به یې وکړي. زه اوس له هغوی څخه غواړم چې د ټولني پر وړاندي خپله کړې ژمنه پوره کړي او دغه کمپاین ژر تر ژره ودروي.»

خو داسي ښکاري چې مظاهره کوونکو د هانگ کانگ ښار د مشر غوښتني په پام کې نه وي نیولي. هغوی د هانگ کانگ په «کازوې بې» او «مونگکوک» سیمو کې راټول شوي ول. پر دې سربیره ډیر شمیر مظاهره کوونکو د دولتي ادارو د مرکز په مخکې هم موجود دي.

مظاهره کوونکي غواړي چي د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې د هانگ کانگ د مشري له پاره د کانديدانو آزادي په پام کې ونیول شي. دا په داسې حال کې ده چې د چین د خلکو ملي کانگرس پریکړه کړې ده چې په دغو ټاکنو کې هر کانديد باید د بیجینگ هوکړه ولري.

د دوشنبې په شپه مظاهره کوونکو داسي شعارونه ورکړل چې په ترڅ کې یې د لیونگ د استعفا غوښتنه وکړه. پولیسو تر دې دمخه د مظاهره کوونکو پر ضد له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخیستی وو.