1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هانگ کانگ کې د مظاهرو پر وخت زور زياتی

۱۳۹۸ خرداد ۲۲, چهارشنبه

په هانگ کانگ کې په زرونو انسانانو د تورنو کسانو د تسليمېدو د پلان شوي قانون پر ضد د احتجاج په موخه د پارلمان ودانۍ محاصره کړې ده. لومړی مظاهره کوونکو د خپلې بريا خبره وکړه خو بيا له پوليسو سره خونړي اخ و ډبونه وشول.

https://p.dw.com/p/3KELD
Hong Kong Demonstration gegen das Zulassen von Auslieferungen nach China
انځور: Reuters/T. Siu

په هانگ کانگ کې پارلمان د چهارشنبې په ورځ په اصل کې (د ۲۰۱۹م کال د جون ۱۲) غوښتل چې قانون د هغه مسودې په اړه مشوره وکړي، چې چينايي پلوه بلل کيږي او په اصل کې بايد د جون پر شلمه نيټه تصويب شي.

دغه قانون چين ته د شکمنو کسانو لیږدول آسانوي. خو د پارلمان مخې ته د زرونو مظاهره کوونکو له خوا د موانعو له کبله دغه مشورتې غونډه ځنډيدلي ده.

مظاهره کوونکو دغه ودانۍ ته غځېدلې سړک هم تړلی دی. د هانگ کانگ پوليسو هم ډیر شمیر امنيتي ځواکونه متحرک کړی دی. د مظاهرو په ترڅ کې خونړي اخ و ډبونه هم رامنځته شول. پوليسو له ربري مرمیو او اوښکې بهوونکي گاز څخه کار واخيست څو د پارلمان ودانۍ ته د مظاهره کوونکو د داخليدو مخه ونيسي.

سه شنبې د شپې هم کابو دوه زرو کسان چې زياتره یې ځوانان ول، د پارلمان مخې ته راټول شوي ول. ځينو له ځان سره خېمې او خوراکي توکي کې وړي ول.

د کارپوهانو په حواله به د انتقالېدو يا تسليمېدو قانون ښايي بهرني اتباع هم اغیزمن کړي. مشهور قانون پوه جيروم کوهن، په خپل ويبلاگ کې خبرداری ورکړی: «هر څوک چې د هانگ کانگ د هوايي ډگر له لارې سفر کوي، نيول کيدلی او چين ته ليږدول کيدلی شي.»

Hongkong Demonstration gegen das Zulassen von Auslieferungen nach China
د پوليسو زيات شمير د امنيت د ټينگولو هڅه کويانځور: picture-alliance/AP Photo/V. Yu

هغه زياته کړې چې يوازې د هانگ کانگ د وگړو پر برخه ليک لوبې نه کيږي بلکه بهرنيان هم اغيزمنیږي.

د شکنجې، ناوړه چلن او اعدام د سزا امکان

اصلي نيوکه دا ده چې د چين قضايي سيستم نه بې طرفه دی او نه له نړيوالو معيارونو سره سمون خوري چې سربېره پر دې د بېلو سياسي افکارو لرونکي په دغه هېواد کې تعقيبيږي. همداراز د ناوړه چلن او شکنجې امکان هم شته دی. هلته د اعدام سزاوې هم ډېرې دي.

د يکشنبې په ورځ هم په هانگ کانگ کې په سوونه زره کسانو د دغه قانون پر ضد احتجاج وکړ چې په ترڅ کې یې اخ و ډب رامنځته شو. د هانگ کانگ د اووه ميليونه اوسيدونکو پر سخت مقاومت سربيره هم د چين د دغه ځانگړې اداري ساحي مشره کاري لام، غواړي چې دغه قانون ژر تر ژره په پارلمان کې تصويب شي.

د بريتانيا دغه پخوانۍ مستعمره په ۱۹۹۷م کال کې بيرته چين د «يوه هېواد او دوو سيستمونو» تر قانون لاندې د يوې خپلواکمنې سيمې په توگه وسپارل شو. د هانگ کانگ ټاپو وگړي د چينايي اتباعو په پرتله له ډېرو آزاديو برخمن دي چې په هغه کې د بيان، مطبوعاتو او د راټوليدو آزادي هم شامله ده. په ۲۰۱۴م کال کې د زياتې ديموکراسۍ له پاره تر مظاهرو وروسته چې څو اوونۍ د ښار څو برخې تړل شوې وې، د چين حکومت کنترول يو څه زيات کړی دی.

bs/sm (dpa, afp, rtre)