1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هامبورګ په يوه مغازه د مرګوني بريد پلټنې

۱۳۹۶ مرداد ۷, شنبه

د آلمان د هامبورګ ښار په يوه مغازه کې يوه سړي د چاړه په واسطه يو انسان وژلی او پنځه نور ژوبل کړي دي. داسې ويل کيږي چې عامل عرب او تندلاری مسلمان دی. پوليسو د کډوالو يو استوګنځی هم تلاشي کړی دی.

https://p.dw.com/p/2hL8i
Deutschland Messerattacke in Supermarkt in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

د هامبورګ ښار د پوليسو د څرګندونو له مخې داسې يو ۲۶ کلن مشکوک عامل نيول شوی دی، چې په متحده عربي اماراتو کې زېږېدلی دی. د پوليسو يوې وياندې ويلي دي چې د بريد انګيزه يعنې دا چې آيا دغه بريد تروريستي  شاليد لري، که نه، لا معلومه نه ده. په خبره يې هر اړخيزې پلټنې روانې دي او د دولتي حفاظت حلقه هم فعاله شوې ده. له بل اړخه دا خبره رد شوه چې ګويا بريدګر يوازې د غلا کولو قصد درلود. پوليسو په دې ترڅ کې د هامبورګ د لانګنهورن په ناحيه کې د کډوالو په يوه استوګنځي کې پلټنې او تلاشۍ کړې دي. د شنبې په سهار يې لا پايله معلومه شوې نه وه.

اخراجي خارجي؟

د هامبورګ لومړي ښاروال، اولاف شولڅ، وويل چې عامل «ښايي داسې يو بهرنی وي چې بايد اخراج شوی وای.» خو دغه سړی نه شوای اخراجېدای ځکه چې اسناد يې نه درلودل. شولڅ زياته کړه: «دا خبره مې لا پسې قهروي چې عامل ښايي داسې يو څوک اوسېدلی وي چې په آلمان کې يې پناه غوښتې وه او بيا يې زموږ په وړاندې له نفرت او غضب څخه کار واخيست.»

شولڅ چې د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال دی، دغه پېښه يو «خبيث بريد» بللی دی چې د پېښې قربانيانو او د هغوی خپلوانو ته يې خواخوږي څرګنده کړې ده. شولڅ د دغه مرګوني بريد په پلمه يوه سياسي غوښتنه هم مطرح کړه. د ده په خبره دغه قضيه دا «لا په عاجله توګه راښېي چې د اخراج په برخه کې حقوقي او عملي خنډونه بايد له منځه ولاړ شي.»

عامل تندلاری اسلامپال پېژندل شوی وو؟

د «تاګس شپيګل» ورځپاڼې د امنيتي حلقو په حواله خبر وکړی دی چې تورن کس د آلمان امنيتي ادارو ته د تندلاري اسلامپال په توګه معلوم وو چې د کډوال په توګه آلمان ته راغلی وو. د آلمان د خبري اژانس د معلوماتو له مخې امنيتي ادارې د هغه د ممکن سلفي شاليد په هکله هم پلټنې کوي. بريد کوونکی د جمعې په مازديګر د بارمبېګ په ناحيه کې د ګڼې ګوڼې په يوه کوڅه کې پرتې مغازې ته ننوتلی وو او د پخلنځي د چاړه په واسطه يې پر مشتريانو باندې بريد کړی وو. هغه ورپسې وتښتېده، خو لارويانو هغه تعقيب او لږ وخت وروسته لاندې کړ. داسې ويل کيږي چې د تابعيت په هکله يې بايد پلټنې وشي. د پوليسو د څرګندونو له مخې کوم بل بريدګر په دغه پېښه کې ښکېل نه وو.

څو تنه سخت ټپيان دي

يو ۵۰ کلن سړی د بريد په پايله کې وژل شوی دی. سربېره پر دې يوه پنځوس کلنه ښځه او څلور نارينه چې عمرونه يې د ۱۹ او ۶۴ کلونو په منځ کې دي، د چاړه په واسطه ژوبل يا سخت ژوبل شوي دي. يو ۳۵ کلن ترکي تابعيت لرونکی سړی هم د بريدګر د نيولو پر مهال ژوبل شوی دی. عيني شاهدانو ويلي دي چې عامل د تېښتې پر وخت د «الله اکبر» نارې وهلې دي. خو د پوليسو وياندې نه غوښتل چې دغسې ورته خبرې په اوس وخت کې تائيدې کړي، ځکه چې د پېښې په هکله پلټنې لا دوام لري.