1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالنډۍ وزيره د افغانستان لانجې له کبله دندې ګوښه شوه

۱۴۰۰ شهریور ۲۶, جمعه

زيګرېد کاګ له افغانستان څخه د خلکو د را ايستلو له موضوع سره د هغې د چلند له کبله د باور رايه له لاسه ورکړه. کاګ په پارلمان کې تر رایې اچوونې سملاسي وروسته استعفا وړاندې کړه.

https://p.dw.com/p/40RRN
Niederlande l Niederländische Außenministerin Sigrid Kaag tritt zurück
انځور: Sem Van Der Wal/ANP/dpa/picture alliance

د بهرنيو چارو وزيره کاګ د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۶مه نيټه) په پارلمان کې د باور رایې تر بایللو وروسته له دندې ګوښه شوه.

د پارلمان اکثريت یې په دې آند ول چې هغې د طالبانو له خوا د افغانستان تر ولکه کولو وروسته د مهاجرو د را ايستلو له موضوع سره سم چلن نه دی کړی.

کاګ د استعفا تر وړاندې کولو وروسته وويل: «ستاسې خونې پريکړه کړې چې کابينې غير مسئولانه چلن کړی دی، زه د يوې وزيرې په توګه د دې قضاوت پايلې په حتمي توګه منم.»

د پارلمان ۷۸ غړيو د کاګ پر وړاندې پر لاره د اچول شوي کمپاين په حق کې او ۷۲ د دې کمپاين پر ضد خپلې رایې وکارولې.

لومړي وزیر مارک روت وويل چې د کاګ استعفا د کابينې له پاره «يوه ستره ضايع» ده.

د بحران په مقابل کې د هالنډ د حکومت «سست» غبرګون؟

د چهار شنبې په ورځ په پارلمان کې د بحث پر وخت کاګ ومنله چې په تيزۍ سره د خرابيدونکي وضيعت سربیره هم د حکومت غبرګون چټک نه وو.

دا په دې معنا ده چې يو شمير هالنډی اتباع او هغه سيمه ایز کارکوونکي چې د هالنډ له پوځ سره یې کار کړی وو، پر وخت را ونه ايستل شول.

Belgien l Evakuierung aus Afghanistan l Militärevakuierungsmission "Operation Red Kite"
په پارلمان کې د بحث پر وخت کاګ ومنله چې د حکومت غبرګون چټک نه وو. انځور: Eric Lalmand/BELGA/dpa/picture alliance

همدا راز نور هغه کسان هم چې د رسنيو او غیر دولتي موسسو افغان کارکوونکي پکې شامل دي، د تخلیې پروازونو ته په رسيدو نه وو توانيدلي او لا هم هلته پاتې دي. 

د هالند پوځ له افغانستان څخه تر اوسه کابو ۲۱۰۰ کسان را ايستلي دي.

د وزارت لنډه دوره

زيګرېد کاګ د روان میلادي کال په می میاشت کې په داسې حال کې چې د بهرني تجارت او پراختيايي ګډکار وزيره هم وه، د بهرنيو چارو وزارت مسئوليت پر غاړه واخیست.

په ماضي کې دې سياستوالې په ملګرو ملتونو کې هم بېلا بېلې دندې ترسره کړي دي. نوموړې په ۲۰۱۴م کال کې په سوريه کې د کيميايي وسلو د له منځه وړلو ماموريت مشري هم کړې وه. کاګ په ۲۰۱۵م کال کې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د فعاليتونو څارونکې هم وه.

ب. ص/ ن.ص (AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: