1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ یو تر ټولو جگ سړئ افغان دی

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

د چهاراسیاب اوسیدونکی رحمت الله، چي په « شیرخان» مشهور دی، ۲ متره او ۳۰ سانتي متره قد لري. هغه چي اوس ناروغه او د علاج له پاره په هندوستان کي دی، د افغانستان د حکومت د نه پاملرني څخه شکایت کوي.

https://p.dw.com/p/3WUa7
Indien l Sher Khan - einer der größten Männer der Welt - zu Besuch in der afghanischen Botschaft
رحمت الله په هندوستان کي د افغاني ډیبلوماټانو سرهانځور: Abdulhaq Azad

د چهاراسیاب دغه اوسیدونکی چي ۲۷ کاله عمر لري، د دنیا د جگ قد لرونکو انسانانو له جملې څخه یو دی. هغه چي په شیرخان باندی مشهوره دی، له دویچه ویله سره په خبرو کې په نیولي ږغ وویل چې د سږو د ناروغۍ څخه کړیږي.

هغه د خپل علاج په خاطر اوس په هندوستان کي دی. شیرخان وايي چي دلته خپل ملي لباس اغوندي او کله چي پر سړکونو باندي گرځي د خلکو توجه ورته رااوړي.

د شیرخان په خبره د هندوستان د پنجاب په ایالت کي وو، چي ځینو هندي رسنیو ورسره تماس ونیو او د قد پوښتنه یې ورڅخه وکړه. هغه زیاتوي چي خلک تل دی تشویقوي چي سپورټ وکړي.

شیرخان چي د غربت څخه هم رنځ وړي، معلومیږي چي له افغاني چارواکو څخه خوشحاله نه بریښي: «زما سره هیچا مرسته نه ده کړې، یوازي یې هندوستان ته د علاج له پاره راولیږلم او بس. ټولو راته د مرستو درواغو وعدې وکړې.»

Indien l Sher Khan - einer der größten Männer der Welt - zu Besuch in der afghanischen Botschaft
انځور: Abdulhaq Azad

رحمت الله هیله من دی چي جوړ سي، سپورټ به پېل کړي. خو وايي چي په دې لار کي ملاتړ ته ضرورت لري. هغه چي کلونه کلونه په پاکستان کي مهاجر وو، پر دې نه دی بریالی سوی، چي مکتب ووايي. هغه وايي چي خلک همیشه دی د قد په سبب حمایه او تشویقوي.

باید وویل سي چي تر اوسه پوري ۳۵ کلن سلطان کاوسن په دوه متره او ۴۳ سانتي متره سره د نړی د تر ټولو جگ کس په توگه د نړیوالو ریکاډونو د ګینس په کتاب کې ثبت سوی دی.