د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
افغان ولسمشر د وزيرانو استعفاوې رد کړې
افغان ولسمشر اشرف غني د دوو وزيرانو او يوه امنيتي سلاکار استعفاوې رد کړې دي. دغه خبره د رياست جمهورۍ ماڼۍ کړې ده. تر دې مخکې د دفاع وزير، طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير، ويس احمد برمک، او د ملي امنيت د ادارې مشر، معصوم ستانکزي، له خپلو دندو څخه استعفا ورکړې وه. د شنبې په ورځ لا د ملي امنيت مشاور، حنيف اتمر، هم استعفا کړې وه. ويل کيږي چې د خرابېدونکي امنيت له کبله د نظر اختلافات ډېر شوي.
د ايران د اقتصاد وزير له دندې ګوښه شو
د ايران پارلمان د اقتصاد او ماليې وزير، مسعود کرباسيان، څخه د اعتماد رايه اخيستې او هغه يې ګوښه کړی دی. د پارلمان استازو په کرباسيان باندې تور لګولی دی چې د خراب اقتصادي وضعيت يوه برخه مسئوليت ورپه غاړه دی. دغه ګام د ولسمشر حسن روحاني د حکومت له پاره بله ضربه بلل کيږي کوم چې د متحده آيالاتو له خوا د بيا ځلو بنديزونو له کبله له اقتصادي بحران سره مخامخ دی.
په افغانستان کې د داعش مشر وژل شوی
افغان او بهرنيو ځواکونو د افغانستان د حکومت په حواله د «اسلامي دولت» د افراطي ډلې د افغانستان د څانګې مشر، ابو سعد ارهابي، وژلی دی. ويل کيږي چې نوموړی د تېرې شپې له خوا د همغږو شوو هوايي او ځمکنيو عملياتو د لارې په ننګرهار ولايت کې وژل شوی دی. دا هم ويل شوي دي چې د داعش په دوو پټنځايونو کې د تلاشيو پر وخت ډېر شمېر سپکې او درنې وسلې هم د منځه وړل شوې دي.
د «ديکيوتي» کښتۍ په سر کډوال کښته شوي دي
د مديترانې په سمندر کې او د کاتانيا په بندر کې تر څو ورځو تېرولو وروسته ۱۳۷ تنه کډوال د «ديکيوتي» په نوم کښتۍ څخه کښته شوي دي. البانيا، ايرلنډ او کاتوليکي کليسا په ايټاليا کې رضايت ښکاره کړی څو دغه ژغورل شوي کسان ومني. د ايټاليې قضا کورنيو چارو د وزير سالويني پر ضد د آزادۍ د حذفولو او له خپلې وظيفې څخه د ناوړې استفادې په تور قضيه شروع کړې ده.
جان مککين مړ شوی
امريکايي جمهوري پال سناتور، جان مک کين مړ شوی دی. د هغه د دفتر په حواله، نوموړي ۸۱ کلن سياستوال د خپلې کورنۍ په حضور کې ساه ورکړې ده. هغه د مغزو د سرطان په يو ډېر سخت ډول اخته و. مک کين د څه باندې شلو کلونو راهيسې د متحده آيالاتو د سنا غړی و چې په ټولو ګوندونو کې ورته ډېر احترام کېده. په ۲۰۰۸ کال کې هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا د ولسمشرۍ کانديد و، خو د بارک اوباما په لاس يې ماتې وخوړه.
ورځپاڼه: د کډوالو د برېمن په څانګه کې لږې سرغړونې شوي
د يوې ورځپاڼې د راپور په حواله د مهاجرت او کډوالو د فدرالي ادارې د برېمن په څانګه کې د پناه غوښتنې په قضيو کې د درغليو رسوايي ډېره پراخه نه ده. د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ليکلي دي چې د ۱۸ زرو مثبتو جوابونو په منځ کې پلټونکو يوازې ۱۶۵ «له مقرراتو څخه د سرغړونې» موارد موندلي دي. ورځپاڼه هغه داخلي وروستي رپوټ ته اشاره کوي چې د مهاجرت ادارې تر اوسه پورې نه دی خپور کړی.
يوې سختې زلزلې د ايران لويديځ لړزولی دی
د عراق له سرحد سره څېرمه د ايران په لويديځ کې يوې زلزلې لږ تر لږه دوه کسان وژلي دي. د کرمانشاه په ولايت کې دغې زلزلې د متحده آيالاتو د زلزلو د څارنې د ستيشن په حواله د ريختر په مقياس د ۶،۰ درجه درلوده. په حواله يې د زلزلې مرکز د ځمکې له سطحې لږ لاندې و. د کرمانشاه د والي، هوشنګ بسوند، په خبره لږ تر لږه ۹۰ تنه ټپيان شوي دي. په ايران کې وار په وار پسې زلزلې کيږي.
پاپ په ايرلنډ کې د جنسي تېري د پېښو له کبله بخښنه غوښتې ده
د کاتوليکانو مشر، پاپ فرانسيس، ايرلنډ ته د خپل سفر په دويمه ورځ په کليسا پورې په مربوطو مرکزونو کې پر ماشومانو باندې د ډله يز جنسي تېري د پېښو له کبله بخښنه غوښتې ده. د ايرلنډ په لويديځ کې د «نوک» په نوم زيارت په يوه ځای کې هغه دغه اعمال يو «نه جوړ شوی پرهار» وباله چې کليسا ته چېلنج ورکوي څو د حقيقت او عدالت د لټولو په لور قدم کښېږدي.