د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
«په فراه کې په یوه داخلي برید کې ۳۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي»
په فراه ولایت کې ظاهرا په یوه داخلي برید کې ۳۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د هرات د ولایتي شورا غړي محمد نورزي، ویلي چې په فراه رود کې د اردو او پولیسو په یوه ګډه اډه کې یوه یا ډیرو پولیسو او عسکرو پر خپلو همکارانو ډزې کړي. د نورزي په خبره تر دې دمخه په خاک سفید ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې ۳۷ پولیس وژل شوي وو. نورزي وویل چې د خاک سفید باقي پاتې ځواکونه په دغه مرکز کې ځای پر ځای کړل شوي وو.
په سنګاپور کې د جګپوړو روسي او امریکایي چارواکو ملاقات
روسیې له امریکا سره په یوه جګپوړي غونډه کې د منځني واټن ویشتونکو توغندو له تړون څخه د امریکا د وتلو د پلانونو په هکله خبري کړي دي. ولادمیر پویتن په سنګاپور کې د سویل ختیځې آسیا د هیوادونو د همکارۍ سازمان «آسیان» غونډې په څنډه کې وویل چې هغه د متحده ایالاتو له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره لیدلي دي. د متحده ایالاتو ولسمشر د اکتوبر په میاشت کې په ناڅاپه توګه له دغه تړون څخه د وتلو اعلان کړی وو.
د بریتانیې د بریګزټ چارو وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړه
له اروپایی اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو له پاره د پلان شوي تړون په غبرګون کې د بریتانیې د بریګزټ چارو وزیر دومینیک راب، له خپلې دندې استعفا کړې ده. راب د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې دی نه شي کولای چې په راتلونکي کې د شمالي ایرلنډ موقف په هړه ځینې برخې ومني. تر دې دمخه د شمالي ایرلند یوه جګپوړي چارواکې د بریګزټ د مسودې پر وړاندې د احتجاج له کبله استعفا ورکړې وه.
د خاشقجي په قضیه کې د پنځو شکمنو کسانو له پاره د اعدام سزا غوښتل شوې
د سعودي عربستان څارنوال د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي په قضیه کې د پنځو شکمنو کسانو له پاره د مرګ د سزا غوښتنه کړې ده. د سعودي د چارواکو په خبره په ټوله کې د یوولسو کسانو پر ضد دعوا شوې ده. زیاته شوې ده چې د استخباراتي ادارې پخواني مرستیال مشر احمد العصیري د اصلي طراح په توګه انګیرل کیږي.
چین د ایغور لږکیو پر وړاندې انتقاد رد کړی دی
چین د لویدیځو هیوادونو د سفیرانو د یوه لیک په هکله احتجاج کړی دی. په دغه لیک کې د ایغور لږکیو سره د پیکینګ پر چلن باندې انتقاد شوی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویلي دي چې دا خبره ستونزمنه ده چې دیپلوماتان د شینجیانګ ولایت پر حکومت باندې د فشار راوړولو هڅه وکړي. د لویدیځو هیوادونو ۱۵ سفیرانو په دغه ولایت کې له ګوندي مشر سره د ملاقات غوښتنه کړې ده.
روهینګیا لږکیو مظاهره کړې او وایی میانمار ته نه ځي
په بنګله دیش کې د روهنګیا مهاجرو په یوه کمپ کې څو سوو کسانو د هغو پلانونو پر ضد لاریون وکړ، چې له مخې یي بیرته میانمار ته استول کیږي. د کوکس بازار په مهاجر کمپ کې چې د بنګله دیش په سویل کې موقعیت لري، احتجاج کوونکو شعارونه ورکول چې «موږ بیرته نه ځو.» اصلا په پام کې وه چې د پنجشنبې په ورځ له بنګله دیش څخه میانمار ته د روهنګیا لږکیو پلان شوې ستنیدنه پیل شي.