1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو کوچنی انسان مړ شو

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

تهاپا ماګار چې یوازي ۶۷،۰۸ ساتنې متره قد یي درلود، د نړۍ د تر ټولو کوچنې انسان په توګه د نړۍ ډیرو هیوادونو ته سفرونه کړي وو. تهاپا ماګار چې د امریکا او اروپا په تلویزونونو کې هم را څرګند شوی وو، اوس د ۲۷ کلنې په عمر ومړ.

https://p.dw.com/p/3WOrX
Khagendra Thapa Magar gestorben | kleinster Mann der Welt
انځور: picture-alliance/dpa/abaca/N. Briquet

د تهاپا ماګار د کورنۍ د غړو په خبره هغه د نیپال د مرکز پوښارا ښار په یوه روغتون کې سا ورکړه. د هغه د کورنۍ د غړو په خبره د سږو التهاب د تهاپا ماګار د مړينې سبب شو.

تهاپا ماګار، تر نن ورځې پورې د نړۍ تر ټولو کوچنی انسان وو چې تګ یې کولی شو. په ۲۰۱۰م کال کې وروسته تر دې چې هغه ۱۸ کلن شو د نړۍ د ریکاډونو په کتاب «ګینس» کې یي نوم د نړۍ د کوچنې انسان په توګه ولیکل شو. 

وروسته هغه دا لقب له لاسه ورکړ، کله چې نیپالی چندرا بهاندور دانګې، له ۵۴،۶ ساتنې مترو سره تر دې هم د کوچني قد درلودونکی انسان وبلل شو. بهاندور دانګې په ۲۰۱۵م کال کې مړ شو او تهاپا ماګار یو وار بیا د نړۍ د کوچني انسان لقب ترلاسه کړ.

Kleinster Mann der Welt Khagendra Thapa Magar gestorben
انځور: picture-alliance/dpa/N. Shreshta

د ګینس کتاب په حواله په اوس وخت کې تر تهاپا ماګار هم یو بل کوچنی انسان شته چې د فلیپين هیواد دی او جونري بالاونګ نومیږي. هغه هم ۲۷ کاله عمر لري او تر تهاپا مګار ۷ سانتي متره کوچنی دی. خو له تهاپا مګار سره یي توپير په دې کې دی چې جونري بالاونګ ګرځیدلی نه شي، نو ځکه ورته د «نه ګرځیدونکي کوچنې انسان» لقب ورکړل شوی دی. د یوې ناروغۍ له امله چې هډوکې یې ماتې شوې دي، حتی بی له مرستې نه شې کولی ودریږي.

د هغه پلار دهان مایا، ګینس کتاب ته ویلي وو کله چې تهاپا ماګار ؤ زیږیده دومره کوچنی وو چې په لاس کې ځایده، نو له دې امله د هغه لمبول ډیر مشکل وو.

تهاپا ماګار له خپل مور پلار سره یوځای د نیپال هیواد په پوښارا ښار کې ژوند کاوه. د هغه ورو نورمال قد درلود. د ګینس کتاب په انټرنټ پاڼه کې لیکل شوي دي: «لکه څنګه چې ډیر کوچني انسانان یي تجربه کوي، کیدای شي ژوند کول مشکل وي، کله چې یو څوک یوازې شپږ کیلو ګرامه وزن ولري او له داسې نړۍ سره مطابقت ونه لري، کوم چې د یوه متوسط انسان له پاره جوړه شوې ده.»

خو د تهاپا ماګار، کوچنی قد د دې مانع نه شو چې هغه دې ګوندې له خپل ژوند څخه خوند وا نخلي. نوموړي نیپالي کوچنې سړي په خپل ژوند کې لسګونو هیوادونو ته سفرونه کړي وو.

 hk/haz (dpa, afp) /sn/qn

Nepal Katmandu Khagendra Thapa Magar Kleinster Mann der Welt Flash-Galerie
انځور: AP