د نړۍ تر ټولو خطرناک ښار
۱۳۹۷ اسفند ۲۲, چهارشنبهد «عامه امنيت او جزايي چارو له پاره ولسي جرگه گۍ» په نوم يوې خپلواکې ټولني ويلي دي چې له امريکا متحدو ايالاتو سره پر سرحد کې د مکسيکو په تيخوانا ښار کې په ۲۰۱۸م کال کې په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې ۱۳۸،۲ قتلونه شميرل شوي ول.
د مکسيکو ساحلي ښار اکاپولکو د خطرناکو ښارونو په نوملړ کې دويم ځای لري. هلته په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې ۱۱۰،۵ قتلونه شميرل شوي ول. د وينيزويلا په پلازمينه کاراکاس کې بيا په ۲۰۱۸م کال کې په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې ۹۹،۹ د بل په لاس وژل شوي ول.
د آلمان د احصايي فدرالي ادارې په حواله په دغه هيواد کې بيا په ۲۰۱۵م کال کې په هرو ۱۰۰ زرو وگړو کې ۰،۸ د قتل قضیې ثبت شوې وې.
دا نوملړ د رسمي معلوماتو او احصايو پر بنسټ او همداراز د رسنيو د معلومات او احصايو د اټکلونو پر اساس چمتو شوی دی.
په دې درجه بندۍ کې هغه ښارونه په نظر کې نيول شوي چې د اوسيدونکو شمير یې تر ۳۰۰ زرو زيات دی او په يوه جگړه ځپلې سيمه کې پراته نه دي. مکسيکو او برازيل هغه هيوادونه دي چې په ترتيب یې ۱۵ او ۱۴ ښارونه د خطرناکو ښارونو په دې نوملړ کې ياد شوي دي.
يو څه مثبت پرمختگونه
د هندوراس په سان پيدرو سولا ښار کې چې له ۲۰۱۱ م تر ۲۰۱۴م کال پورې یې د نړۍ د خطرناکو ښارونو په نوملړ کې لومړی مقام درلود، د تازه رپوټ په حواله پکښې په تيرو پنځوو کلونو کې د قتل پيښې ۷۵ سلنه کمې شوي دي. دې ښار په دې توگه په نوي ليست کې ۳۳ مقام خپل کړی دی.