1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو اوږده الوتنه تر سره شوه

۱۳۹۸ مهر ۲۸, یکشنبه

له نيويارک څخه تر سيډني پورې دغې ۱۹ ساعته الوتنې علمي اهداف لرل: د کانتاس هوايي شرکت غوښتل وڅېړي چې دغسې ډېر وخت آلوت پر پيلوټانو او سپرليو څه تاثير لري.

https://p.dw.com/p/3RbAi
Boeing 787-9 Dreamliner von Qantas Air Lines
انځور: Getty Images/AFP/D. Slim

د آستراليا د کانتاس هوايي شرکت د دغې بوينګ 787-9 ډوله الوتکې يادې الوتنې ۱۹ ساعته او ۱۶ دقيقې وخت ونيو څو د نيو يارک او سيډني تر منځ ۱۶ زره کيلومتره شا ته پرېږدي. د دې له پاره چې د توقف پرته الوتنه تر سره شي او بيا د تېلو اچولو ته اړتيا نه وي، په دغه ازمايښتي الوتنه کې يوازې ۴۹ کسان په الوتکه کې سپاره ول. 
د کانتاس مشر، آلن جويس د خپل شرکت او همداراز د هوايي چلند لپاره هم له يوې »واقعا تاريخي شېبې« څخه خبرې کولې. دغه هوايي شرکت غواړي له دې لارې وپلټي چې دومره اوږده الوتنه پر سپرليو او عملې باندې څه ډول اغېز لري. د دې موخې له پاره کانتاس د آستراليا له دوو پوهنتونو سره يو ځای کار کوي. 

د هغو پيلوټانو چې د الوتنې پر وخت يې نوبتونه سره وېشلي ول، د مغزو فعاليتونه او د غبرګون وړتيا هم اندازه کېدله. سپرلۍ په نيويارک کې الوتکې ته تر ورختلو وروسته د تېزې رڼا، قهوې او ترخو خوړو په مرسته تر هغه پورې ويښ ساتل کېدل چې د آستراليا په ختيځ کې هم شپه پيل شي. 
له شپږو ساعتو وروسته له کاربوهايډرت يا نشايستې ډک خوراک ورکړل شو، رڼا کمه کړل شوه او سپرليو اجازه نه درلوده چې تلويزيوني پردو يا سکرينونو ته وګوري څو ټوله شپه خوب وکړای شي. 

Australien Sydney | Direktflug Qantas Group | New York nach Sydney mit Boeing
د الوتکې عمله او د کانتاس شرکت اجرائيوي مشر آلن جويس (مايکروفون ته ولاړ)انځور: Imago Images/AAP

د دغو څېړنو مخ بيونکې پروفيسرې ماري کارول له سپرليو سره ژمنه وکړه چې د وخت »يوازې ډېر لږ تفاوت« يا »جېټ لېک« به احساس کړي. د کانتاس شرکت دوه نور ډېر اوږده ازمايښتي سفرونه هم پلان کړي، چې يو يې له لندن څخه سيډني ته په نظر کې نيول شوی دی. 

jv/as (dpa, afp)/ن ص/ ا و ا